د امريکا حکومت د هغو بهرنيو کارکوونکو لپاره چې په دغه هېواد کې د لوړو مسلکي دندو لپاره غوښتنلیک ورکوي، پر ټولنيزو رسنيو د هغوی د فعالیتونو په اړه د کلکې کتنې او څېړنې امر کړی دی.
دغه پرېکړه د چهارشنبې په ورځ د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې اعلان شوه. په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د ټرمپ حکومت به سربېره پر هغو زدهکوونکو او د تبادلې پروګرام پر ګډونوالو چې لا له وړاندې څېړنې ورباندې عملي کېږي، د دسمبر له ۱۵ نېټې څخه وړاندې به د H-1B ويزې پرغوښتونکو باندې هم کلکه ارزونه او سخت څار پيل کړي.
دا ویزه امريکايي کارکوونکو ته اجازه ورکوي چې بهرني متخصصين په ځانګړو مسلکي برخو کې وګماري.
خبرپاڼه ټولو H-1B ويزې غوښتونکو، پر هغوي پوري تړلو کسانو، او د نورو غير مهاجرتي ويزو پر غوښتونکو غږ کوي چې د خپلو ټولنيزو رسنيو حسابونه عام کړي چې د “انلاين شتون” ارزونه یې وشي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې: "د بهرنيو چارو وزارت د ويزو د سکريننګ یا څار او ارزونې په بهير کې ټول موجود معلومات کاروي څو د ویزې هغه غوښتونکي وپېژني چې د امريکا متحدو ايالتونو ته د داخلېدو وړ نه وي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې د امريکا ملي امنيت يا عامه امنيت ته ګواښ پېښوي"
خبرپاڼه زياتوي: "د ويزې په تړاو هره پرېکړه د ملي امنيت پرېکړه ده."
په سپتمبر کې، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د H-1B نویو غوښتنلیکونو لپاره يو ځل د ۱۰۰ زرو ډالرو د مهاجرت فيس او د "گرین کارت" په شان د سرو زرو د کارډ خبر ورکړ چې د دايمي استوګنې لپاره يې بيه يو ميليون ډالره اعلان شوه .
د ټرمپ ادارې له لوري د H-1B ويزې پر غوښتونکو باندې دا کلک څار د مهاجرت پر لړۍ باندې د محدودوونکو اقداماتو یو تازه ګام دی.
د همدې اونۍ په سر کې چارواکو د پناه اخیستنې، دايمي استوګنې (ګرين کارت) او تابعيت لپاره د ۱۹ هغو هېوادونو څخه چې “لوړ خطر” لرونکي بلل شوي، د ټولو غوښتنلیکونو د ارزونې بهیر ودراوه. دوي وایي دا بهیر به تر هغې چې بشپړې ارزونې ترسره شوې نه وي، همداسې ولاړ وي.
په خبرپاڼه کې ددې بهیر د بندیدو دلایل د ملي او عامه امنيت اندېښنې يادې شوي چې په واشنګتن کې د تېرې اونۍ د ترهګريز بريد له امله نورې هم زياتې شوې.
په هغه بريد کې يو افغان رحمان الله لکڼوال د ملي ګارد دوه سترتیري په مرمیو وويشتل؛ يوه يې وروسته په روغتون کې مړه شوه او بل يې سخت ټپي شو.