د متحده ایالاتو حکومت، د خپلو مهاجرتي پالیسیو د لا سختولو په ترځ کې، په ټوله نړۍ کې په خپلو سفارتونو او قونسلګریو کې په لنډمهاله توګه د مهاجرت ویزو د غوښتونکو لپاره مرکې ځنډولي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د سهشنبې په ورځ وویل چې دغه وزارت په ټوله نړۍ کې د امریکا په ټولو سفارتونو او قونسلګریو کې یو نړیوال روزنیز پروګرام پیل کړی چې د ویزو د پروسس پر وختونو به اغېز وکړي.
دغه وزارت د روزنیز پروګرام د مودې په اړه جزئیات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې موخه یې دا ده چې د قونسلګرۍ افسرانو سره مرسته وکړي ترڅو هغه متقاضیان وپېژني چې ممکن په راتلونکي کې په متحده ایالاتو کې د حکومتي مرستو او ګټو په تمه تړلي پاتې شي.
دغه وزارت زیاته کړې، غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې د ویزې غوښتنلیکونه به په ټوله نړۍ کې "جامع او یو شان" ارزول کیږي.
په ورته وخت کې د ولسمشر ټرمپ حکومت د دوشنبې په ورځ یو وړاندیز شوې مقرره خپره کړه چې له مخې به یې د بهرنیو متخصصو کارکوونکو د کاري ویزې (H-1B) لپاره له ۱۰۰ زرو ډالرو څخه زیات فیس چې ترسره کیدل یې د محاکمو له خوا دریدلی وو، په قانوي ډول تثبیت کړي.
د H-1B ویزې لنډمهاله زیات شوی فیس په سپټمبر میاشت کې یعني د ټاکل کیدو یو کال وروسته انتضا کیږي.
دا فیس چې تېر کال د لومړي ځل لپاره د ټرمپ لخوا په لنډمهاله توګه ولګول شو، د هغو ویزو لګښت په چټکۍ سره زیاتوي چې د امریکا د ټکنالوژۍ، تعلیم او څیړنې سکتورونه پرې ډېر متکي دي.
د امریکا د کورني امنیت د وزارت پیشنهادي مقرره چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه، په پام کې لري چې ۱۰۳۲۶۵ لګښت په دایمي قیمت بدل کړي. ټاکل شوېده دا مقرره د روان کال تر پایه وروستۍ شي.
ولسمشر ټرمپ د کډوالو د شړلو او د کډوالۍ د محدودیتونو د سختولو سخته پالیسي تعقیب کړې ده. خو هغه وايي چې د دې اقداماتو موخه د امریکا د کورني امنیت لوړول دي.