د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايې چې واشنګټن په تېر یو کال کې په سیمه کې د سولې او ثبات د ډاډمنتیا لپاره د ارمنستان او اذربایجان سره څنګ په څنګ کار کړی دی.
روبیو د شنبې په ورځ [اګست ۸مه] د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د سولې تړون د لومړۍ کلیزې په مناسبت د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي چې "سولې د متحدو ایالتونو، ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د لا ښو اړیکو دروازه پرانیستې چې د درې واړو هېوادونو اقتصادي سوکالۍ ته به وده ورکړي."
د ارمنستان او اذربایجان رهبرانو د ۲۰۲۵ کال د اګست په اتمه په سپینې ماڼۍ کې د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په حضور د سولې تړون لاسلیک کړ.
د بهرنیو چارو وزیر په خپلې اعلامیې کې لیکلي چې د سولې تړون په "سویلي قفقاز کې د لسیزو جګړې پای ته ورسولې او د نړیوالې سولې او سوکالۍ لپاره یې د ټرمپ د تګلوري (TRIPP)" پروژه پرانېستله.
امریکايي چارواکي وايې چې د TRIPP نوښت د ټرانزیټ یوه څو اړخیزه لاره ده چې په ترڅ کې د ریل پټلۍ، سړکونه، انرژي او ډیجیټلي بنسټونه عصري کېږي.
مارکو روبیو زیاته کړې: "د ټرانس-کاسپین سوداګریز وجهي صندوق فعال شوی چې د مدیره پلاوي لخوا رهبري کیږي او د متحدو ایالتونو حکومت ۲۰۱ میلیونه ډالر ورکړي چې په جنوبي قفقاز او مرکزي اسیا کې د ټرانس-کاسپین سوداګریزې لارې (منځنۍ دهلیز) په اوږدو کې د خصوصي سکټور پانګونې ته وده ورکړي."
متحده ایالتونه وايي چې دوي له ارمنستان او اذربایجان سره ګډ کار کولو ته ژمن دي او واشنګټن په سویلي قفقاز سیمه کې د یوې "پاېښت لرونکې سولې" تمه لري.
په ورته وخت کې د اذربایجان ولسمشر الهام عليیف د متحدو ایالتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ټېلیفوني مکالمې خبر ورکړی او د شنبې په ورځ یې په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې د سولې تړون په سیمه کې د شخړې پای رسولې او د سولې د پیاوړتیا لامل شوی دی.