د امریکا ددفاع وزارت د استخباراتو یوه غټه شبکه جوړوي

Aerial photo of the Pentagon (file photo).

واشنگتن پوست لیکي دي چې د امریکا ددفاع وزارت یوغټ پلان لري چې د جاسوسۍ داسې یوه شبکه جوړه کړي چې د مرکزي استخباراتو ټولې ادارې ور کې مدغمې شي.
واشنگتن پوست پرون رپوټ ورکړ چې ددې پروژې مقصد دا دی چې د دفاع د وزارت د استخباراتو په اداری کې بدلون راولي چې د جاسوسۍ په کار کې پیښیدونکو گواښونو ته زیاته توجه وکړي او د سی، آی، ای او د پوځ د خاصو کوماندو گانو سره جوخت کار وکړي.
دغه ورځپاڼې وویل توقع کیږي چې د دفاع د وزارت د استخباراتو اداره د نړۍ په شاوخوا کې د معلوماتو د غونډولو یو زرو شپږ سوه ماموران ولري.

رپوټ زیاتوي چې دغه شمیر ښیي چې د دې ادارې د غړو حضور په خارج کې په دی وروستیو کالونو کی درې چنده شوی دی. په دې شمیر کی به نظامي اتشې او نور کسان چې مخفي کار کوی شامل وي.