هېګل: مونږ په فیلپین کې دایمي اډې نه غواړو

د امریکا ددفاع وزیر چګ هېګل وايي چې په فیلیپین کې د امریکا د نظامي حضور په هکله خبرو پرمختګ کړی دی خو پر دې یې هم ټینګار وکړ چې امریکا هیڅ علاقه نلري چې په هغه هېواد کې دایمي نظامي اډې ولري.

د امریکا ددفاع وزیر دغه څرګندونې نن د جمعې په ورځ د فیلیپین د ولسمشر بنیګنو اکوینو سره په مانیلا کې وکړې چیري چې ښاغلی هېګل آسیا ته خپل د یوې اونۍ سفر پای ته رسوي. ،،د امریکا متحده ایالات نه غواړي چې په فیلیپین کې دایمي نظامي اډې ولري. که چیري داسي وشي نو دا به د دې معنی ورکړي چې مونږ د سړې جګړې د ذهنیت پر لوري مزل کوو. پر ځای یې مونږ د یوه نوي ماډل څخه کار اخلو چې په لړ کې به یې د دواړو متحدو هېوادونو او ملګرو ترمنځ د پوځي لحاظه همکارۍ ته په کښي وده ورکول کېږي چې د دواړو خواوو په ګټه ده.،،

ښاغلي هېګل وویل چې دواړې خواووې اوس پر دې کار کوي چې یوه موافقتنامه لاس لیک کړي چې په لړ کې به یې د امریکا نور ځواکونه، بېړۍ او الوتکې د دغه ستراتيژیک هېواد څخه د تیریدو وړتیا ولري. په دې هېواد کې تر دوو لسیزو مخکي پورې امریکا دایمي پوځي اډې درلودلې.

ښاغلي هېګل دا هم وویل چې د فلپین ولسمشر اکوینو ورسره د چین د جنوب د سمندرګي په هکله هم خبرې وکړې چې فلیپین د چین سره پرې د ملکیت دعوا لري.

د پنجشنبې په ورځ د دفاع وزیر هېګل وویل چې هغه اندېښمن دی چې په یادشوي سمندرګي کې هغه اقدمات چې په لړ کې یې د اوبو پر سر د بشپړ ملکیت دعواګانې مطرح کېږي د مجادلې خطر زیاتوي. نوموړي دغه خبرې په بروني کې د جنوب ختیځې آسیا د هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې وکړې.

د امریکا ددفاع وزیر چګ هېګل وايي چې په فیلیپین کې د امریکا د نظامي حضور په هکله خبرو پرمختګ کړی دی خو پر دې یې هم ټینګار وکړ چې امریکا هیڅ علاقه نلري چې په هغه هېواد کې دایمي نظامي اډې ولري.