د جنوبي کرولینا انتخابات چې ویل کیده رامني یې ګټي ګینګریچ وګټل

د جنوبي کرولینا انتخابات چې ویل کیده رامني یې ګټي ګینګریچ وګټل

د امریکا د کانګرس پخواني غړي نیود ګینګریچ د جمهوري ګوند په انتخاباتو کې دجنوبي کرولینا لومړني انتخابات وګټل چې په دې سره د جمهوري غوښتونکو کمپاین چې د نومبر د جمهوري ریاست د انتخاباتو دپاره کاندید انتخاب کړي اغیزمن شو ځکه اوس د جمهوري غوښتونکو په منځ کې چې څوک به د نومبر په میاشت کې د ولسمشر اوباما په مقابل کې په انتخاباتو کې دریږي، یو ډول مبهم حالت رامنځ ته شوی دی.

د جنوبي کرولینا د ۹۵ په سلو کې شمیر شویو رایو نه معلومیږي چې ښاغلي ګینګریچ ۴۰ په سلو کې ګټلي دي او په لومړي مقام کې راغلی دی په داسي حال کې چې د مییچیوسیتس د ایالت پخواني والي میت رامني بیا ۲۸ په سلو کې رایې ګټلي دي او په دویم مقام کې راغلی دی.

ګینګریچ خپل بریالیتوب اعلان کړ او پر میت رامني باندي د ځینو سیالانو له خوا د هغه د شتمنۍ په خاطر نیوکې وشوې.

یوه اونۍ مخکي ویل کېده چې ښاغلی رامني به په جنوبي کرولینا کې لومړني انتخابات وګټي خو کله چې د هغه پر وظیفې او شغل باندي د ځینو سیالانو له خوا بریدونه شروع شول نو د هغه پر کمپاین باندي یې اغیزه وکړه. پر هغه باندي یې مخالفین تور لګوي چې د پیسو دپیدا کولو دپاره یو وخت ډيرې زیاتې هلې ځلې کولې او موقع طلبه پانګه اچونکی و.