په امریکا کې د ولسمشرۍ د مرستیالانو بحث کېږي

په امریکا کې د 2012 م کال د ولسمشرۍ د ټولټاکنې بهیر نن د پنجشنبی په ورځ یوه بل مهم پړاو ته رسېږي. د ولسمشرۍ د مرستیالۍ لپاره د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراتانو کاندیدان به نن ماښام له یوه بل سره مناظره اومباحثه وکړي.

ښاغلی بایډن ددېموکرات گوند له خوانه د ولسمشرۍ دمرستېالی چوکۍ ته نومول شویدی او دهغه سیا ل پال راین د جمهوري غوښتونکو له خوا نومول شوی دی. دغه دواړه مجرب سیاستوال به نن له ېوبل سره په هغو مسایلو بحث وکړي چې نن سبا د امریکایانو لپاره زښت ډیراهمیت لري.

دغه مناظره به په ملي کچه په تلویزیون کې دکنتکي داېالت دېوه پوهنتون نه خپره شي.
رپوټ وايی د جمهوري گوند کاندېد میټ رامني د عامه افکارو په ورستۍ سروې کې ېوڅه پرمختگ ترلاسه کړی دی، ځکه چې هغه د تېرې اونۍ په مناظره کې له اولسمشر اوباما سره په ډېرجرئت او ډاډ باندې مناظره وکړله .

جوباېډن 69 کلن دی او 36 کاله یې دامریکا په سنا کې د خپلې سیمې استاځیتوب کړی دی. هغه په کال 2009 م کې د ولسمشر اوباما د مرستیال کېدو نه وروسته د سنا دنده پرېښوده.
تمه ده چې ښاغلی باېډن به دپال راین په وړاندی ډېره مستدله او پخه مناظره وکړي. په دې توگه به هغه د اوباما له انتخاباتي مبارزی سره مرسته وکړي چې ېون ېې گړندی شي.

42 کلن پال راین د جمهوري گوند له خوانه د ولسمشر دمرستیال په توگه نومول شویدی او د جمهوري غوښتونکی گوند په نظریاتي سیاست کې یو ځوان ستوری گڼل کېږي. دهغه نظریات په خپل گوند کې د بودجې د کسر د کمولو او نورو دولتي پروگرامونو داصلاح لپاره ډیر مهم گڼل کېږي.