ټرمپ: 'پرېکړه' شوې چې ایران به د اټومي وسلو خاوند نه شي

Your browser doesn’t support HTML5

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي چې ایران به اټومي وسلې ونه لري. ټرمپ د دوشنبې په ورځ په نبراسکا کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال په ډاګه کړې چې پرېکړه شوې ایران ته د اټومي وسلو د لرلو او ترلاسه کولو اجازه ورنکړل شي.