د امریکا متحدو ایالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړ چې ایران له یوې مهمې شېبې سره مخ دی او باید د یوې هوکړې او یا د احتمالي امریکايي پوځي اقداماتو ترمنځ انتخاب وکړي.
ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (اکټوبر لومړۍ) نېټه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته د ایران په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي اوس باید یوه پرېکړه وکړم او هغه دا چې ایران به یا یوه ډېره عادلانه هوکړه لاسلیک کړي، یا به نور شتون ونه لري.
د امریکا د متحدو ایالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي"اوس زه باید یوه پرېکړه وکړم. هغوی به یا یوه عادلانه هوکړه لاسلیک کړي، او یا به نور شتون ونه لري".
ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ایران به اټومي وسلې ونه لري.
ولسمشر ټرمپ وايي"ایران اټومي وسلې نه شي لرلای او نه به یې ولري، او هغوی موافق دي چې اټومي وسلې ونه لري".
ولسمشر ټرمپ تر دې وړاندې ویلي وو چې د ایران پر وړاندې پوځي عملیات ښايي د روان کال د امریکا له منځمهالو ټاکنو وروسته پراخ شي.
د امریکا ولسمشر د ټایم مجلې سره په یوه مرکه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه، ټینګار کړی چې د منځمهالو ټاکنو وروسته پر ایران د برید احتمال شته.
ټرمپ د خپلو پلانونو په اړه له جزئیاتو ورکولو پرته ویلي چې امریکا د نورو پوځي اقداماتو لپاره د مهماتو د زېرمو له پلوه په «ډېر ښه وضعیت» کې ده.
په همدې حال کې، ځینو رسنیو د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې امریکا منځني ختیځ ته د یوې پوځي ډلې د استولو په حال کې ده چې شاوخوا ۹ زره سرتېري به پکې شامل وي.
په همدې حال کې، د امریکا د مالیې وزارت د پنجشنبې په ورځ د ایران د موټرو جوړونې، رېل پټلۍ او فولادو له سکتورونو سره د تړلو یو شمېر شرکتونو او کسانو پر وړاندې د نویو بندیزونو د لګولو خبر ورکړ. دا اقدام د واشنګټن له خوا پر تهران د اقتصادي فشار د زیاتولو د کمپاین یوه برخه بلل شوې ده.
بلخوا د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ټینګار کړی چې هیواد به یې د واشنګټن فشارونو ته تسلیم نه شي او ویلي یې دي چې له مذاکراتو څخه به هم شاته نه شي.
د واشنګټن او تهران ترمنځ د غیرمستقیمو اړیکو وروستی پړاو درې ورځې وړاندې په نیویارک کې د قطر په منځګړیتوب پای ته ورسېد. قطر او پاکستان چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د دوو مهمو منځګړو هېوادونو په توګه دي، تل ټینګار کړی چې په سېمه کې د ثبات ټینګښت ډیپلوماسۍ ته اړتیا لري.