ډایلي ټیلګراف: د طالبانو لوړ پوړی ډیپلوماتیک ټیم قطر ته رسیدلی

ډایلي ټیلګراف: د طالبانو لوړ پوړی ډیپلوماتیک ټیم قطر ته رسیدلی

د امریکا د واشنګټن پوست ورځپاڼه د جنورۍ د ۲۷ مې ڼېټې په ګڼه کې لیکي چې یوه اونۍ وروسته له هغه نه چې یوه افغان سرتیري د فرانسې څلور سرتیري ووژل او په لړ کې یې د دغه هیواد ولسمشر نیکولاس سرکوزي په افغانستان کې ددغه هیواد پوځي عملیات وځنډول فرانسې ویلي دي چې د افغانستان سره به د راتلونکو دوو لسیزو دپاره د مرستو ژمنه وکړي.

ورځپاڼه د افغان او فرانسوي چارواکو له قوله لیکي چې په لاس لیک شوي تړون کې ویل شوي چې فرانسوي ځواکونو به د ۲۰۱۴ نه وروسته هم کله چې دغه هیواد په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته ورسوي، د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو ښوونې او روزنې ته ادامه ورکړي.

ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان ولسمشر چې اوس د اورپا په سفر دی، د بریتانیې او ایټالیې سره به هم ورته موافقتنامې لاس لیک کړي. ورځپاڼه لیکي چې په داسي حال کې چې ناټو په افغانستان کې خپل ماموریت کرار کرار کوچنی کوي، ولسمشر کرزی غواړي چې ددغه اتحاد د کلیدي غړو سره اوږمهاله تړونونه لاس لیک کړي.

واشنګټن پوست لیکي چې ولسمشر کرزي د ډیرې مودې راهیسي اندېښنه ښودلې ده چې د ۲۰۱۴ کال آه خوا ته به د نړیوالې ټولنې د مرستې پرته د افغانستان د یوې لسیزې آصیب پذیره پرمختګ د ګواښ سره مخامخ شي.

ورځپاڼه بلي خوا ته د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک اوږدمهاله تړون په هکله لیکي چې متحده ایالات یو کال کیږي چې په دې برخه کې د افغان حکومت سره مزاکرات کوي خو تراوسه پوري دواړه هیوادونه په دې نه دي توانیدلي چې دغه تړون لاس لیک کړي ځکه ولسمشر کرزي ویلي دي چې هغه به تر هغې پوري یادشوی تړون لاس لیک نکړي ترڅو د ناټو په مشرۍ د شپې له خوا نظامي عملیات دریدلي نه وي

ورځپاڼه د ځینو افغان چارواکو له قوله لیکي چې که څه هم ولسمشر کرزی د شپې له خوا عملیاتو ته په عامه د ناټو په مشرۍ عملیاتو خطاب کوي خو ملکي افغانانو ته ددغه عملیاتو له کبله د اوښتې خسارې لامل یواځي امریکا ګني.

ورځپاڼه ددغو چارواکو له قوله لیکي چې په داسي حال کې چې اوس هم د شپې له خوا عملیات جریان لري خو کرزی د امریکا سره تړون نه لاس لیکوي او هڅه کوي چې د درو نورو اروپايي هیوادونو سره دغه تړون لاس لیک کړي.

خو ورځپاڼه بیا د افغانستان د باندنیو چارو د وزارت د ویاند جانان موسی زي له قوله لیکي چې وايي ،،امریکا زمونږ تر ټولو لوی او مهم ملګری دی. د افغانستان دپاره د امریکا سره د تړون د محتوا کیفیت مهم دی نه دا چي دغه تړون دي ژر تر ژره لاس لیک شي،،.

ورځپاڼه لیکي چې د اروپايي اتحاد د درو سرو هیوادونو فرانسې، بریتانیې او ایټالیې سره د افغانستان د اوږمهاله تړون سندونه باید د افغانستان د پارلمان له خوا منظور شي چې قانوني او رسمي بنه غوره کړي.

ورځپاڼه لیکي چې په درو سرو ستراتيژیکو سندونو کې دا نه دي ذکر شوي چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې کله چې ناټو په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته ورسوي، ددغو هیوادونو څومره سرتیري به په افغانستان کې پاته شي.

همداشان ورځپاڼه د افغانستان ددفاع د وزیر عبدالرحیم وردګ له قوله لیکي دي چې د افغانتسان پوځ او پولیس په کال کې د ۴ نه نیولې تر ۶ میلیاردو ډالرو پوري لګښت لري او دې لګښت ځیني لویدیځ هیوادونو په اندېښنه کړي دي.

بل پلوه د انګلیستان د ډایلي ټیلیګراف ورځپاڼه لیکي چې د طالبانو لوړ پوړي ډیپلوماتان قطر ته رسیدلي دي چې یو سیاسي دفتر پرانیزي. ددغه دفتر موخه دا ده چې د امریکا طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مزاکراتو دپاره لاره هواره کړي.

ورځپاڼه د افغان حکومت د سولې د شورا د ځینو غړو له قوله لیکي چې پخوا د طالبانو په حکومت کې و، چې د سولې لومړنۍ خبري به ډیر ژر پیل شي.

ورځپاڼه لیکي چې د طالبانو ډیپلوماتانو ته سره له دې چې ځیني یې د ملګرو ملتونو په تور لیست کې دي او پر نړیوالو سفرونو یې بندیز لګیدلی دی، قطر ته د تګ ممانعت نه دی شوی.

په دوي کې طایب آغا، چې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر سکرټر دی شامل دی. هغه د یوه کاله راهیسي د امریکايي او جرمني ډیپلوماتانو سره خبري کوي.

بل غړی محمد عباس ستانکزی دی چې د طالبانو د باندنیو چارو د وزارت مرستیال وزیر دی او بل یې هم شهاب الدین دلاور دی چې په ریاض کې د طالبانو پخوانی استاځی پاته شوی دی.

ورځپاڼه د محمد قلمدین له قوله چې یو وخت د طالبانو د امر بالمعروف و نهی عن المنکر د برخې مشر و لیکي چې قطر ته رسیدلي استاځي، میانه روه، په انګریزي پوه خو تحریک ته متعهد کسان دي.

لویدیځو مابیعو دا تایید کړې ده چې د طالبانو یوه ډله یا قطر ته روانه ده او یاهم رسیدلې ده خو دوي ویلی چې په ډله کې د اعتیبار وړ کسان شامل دي.

ورځپاڼه لیکي چې د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد د طالبانو د غړو نومونه تایید نکړل خو دا یې وویل چې د طالبانو یو هیت په قطر کې دی.

بل پلوه په کابل کې ډيپلوماتان پر دې ټینګار کوي چې تر اوسه لا ددغه سیاسي دفتر پر څرنګوالي باندي بشپړه هوکړه نه ده شوې او هر ډول خبري کولای شي چې کلونو ونیسي خو نوموړو ډيپلوماټانو په دې برخه کې به احتیاط سره خوشبیني څرګنده کړې ده.