د افغانستان راتلونکي ټولټاکنې د نړۍ په مطبوعاتو کې

د اسوشیټیډ پریس خبري آژانس د افغان ولسمشر له قوله لیکي چې وايي په پام کې لري د افغانستان د ولسمشرۍ ټولټاکنې چې ټاکل شوې وه په ۲۰۱۴ کال کې وشي، یو کال رامخکي کړي. ورځپاڼه لیکي چې ولسمشر کرزي دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د ناټو د عمومي منشي اندراس فاګ راسموسن سره د یوه خبري کنفرانس په لړ کې وکړې.

ورځپاڼه د ښاغلي کرزي له قوله لیکي چې د خپلو سلاکارانو سره یې پر دې موضوع باندي مشوره کړې ده ، خو دا یوه داسي مسله ده چې نهايي پریکړه به یې ډير وخت ونیسي.

ولسمشر کرزي زیاته کړه چې د خپلې داخلي کړۍ سره یې پر دې باندي خبري کړي دي چې یاخو به د امنیتي چارو د مسولیت بهیر یو کال رامخکي کوي او یا به د ولسمشرۍ ټولټاکنې. ولسمشر کرزي وویل چې سلاکارانو یې په دواړو مسلو کې ورسره موافقه کړې ده.

بل پلو بیا د ناټو عمومي منشي اندراس فاګ راسمون د افغان ملي امنیتي ځواکونو د ځواکمنیتا خبري وکړې او د افغانستان د امنیت لپاره یې د هغوي د تعهد ستاینه وکړه.

د امریکا د واشنګټن پوست ورځپاڼه بیا د اپریل د ۱۱ نېټې په ګڼه کې لیکي چې د کرزي وروسته به افغانستان څوک رهبري کوي.

ورځپاڼه لیکي په افغانستان کې د وختي ټولټاکنو خبري روانې دي او یو دلیل یې هم دا دی چې پر سیاسي بهیر باندي کار وشي. ورځپاڼه زیاتوي چې پر نظامي مواردو باندي زیات تمرکز او سیاسي عبوري بهیر او د قانون د حاکمیت موضوګانو ته کمې پاملرنې په افغانستان کې د پیل نه د امریکا پر هلو ځلو باندي چې دغه هیواد باثبات کړي اغیزه کړې ده.

ورځپاڼه په کابل کې د ناټو د یوه سلاکار له قوله لیکي چې وايي مونږ د افغانستان په نظامي مواردو کې تر کوچینو مسایلو پوري ښکیل یوو په داسي حال کې چې د سیاسي انتقالي بهیر دپاره په اصل کې هیڅ سم پلان نلرو.

ورځپاڼه لیکي چې امریکايي چارواکي د دې سره موافق دي چې وخت یې رارسیدلی دی چې په افغانستان کې پرسیاسي جورښت باندي کار زیات شي او نظامي مسایلو ته پاملرنه یوڅه راکمه شي.

ورځپاڼه لیکي چې په کابل کې د امریکا سفیر راین کراکر اوس اخته دی او د افغان سیاستمدرارانو سره کار کوي چې هغوي دې ته تشویق کړي چې د کرزي وروسته دوره کې د مشرانو او رهبرانو یو نوی نسل رامنځ ته شي.

ورځپاڼه لیکي چې د امریکا، اروپايي اتحاد او افغان تحلیګرانو له قوله په راتلونکو ټولټاکنو کې به لاندي کسان مطرح وي.

فاروق ورګ د ښوونې او روزنې وزیر، محمد حنیف اتمر، د کورنیو چارو پخوانی وزیر، اشرف غني احمد زی د مالیې پخوانی وزیر چې اوس د امنیت د انتقال د بهیر مشري کوي، امرالله صالح د افغانستان د استخباراتو پخوانی ریٌْس، عطا محمد نور د بلخ والي، شکریه بارکزی چې د ښځو د حقوقو فعاله او په پارلمان کې وکیله ده او رمضان بشردوست چې د پلان پخوانی وزیر و او د فساد پرضد مبارزه کوي.

ورځپاڼه د ناټو د یوه سلاکاره له قوله لیکي چې وايي دا او په لسګونو نور کسان چې ما یې لا نومونه نه دي اخیستي کولای شي چې افغانستان ته یو نوی سیاسي لیدلوری ورکړي یو داسي لیدلوری چې په کښي اداري فساد نه بلکې ښایسته ګي حاکمه وي.

ورځپاڼه لیکي چې پر سیاسي مسایلو باندي د لا زیات تمرکز یو دلیل دا هم کیدای شي چې په لړ کې یې د طالبانو سره د سولې خبري کیدای شي بریالۍ شي-- هغه خبري چې اوس د خنډ سره مخامخ دي. ورځپاڼه زیاتوي چې یو داسي حکومت چې په فساد کې لتاړ نه وي او د خلګو په خوښه وي ښايي د طالبانو سره چې هغوي هم د افغانانو په منځ کې د بمونو د اښودو په خاطر محبوبیت نلري، د حکومت د خبرو امکانات زیات کړي.

د واشنګټن پوست ورځپاڼه د اپریل د ۱۲ مې نېټې په یوې بلې مقالې کې لیکي چې د یوې نوې سروې له مخې د جمهوري غوښتونکو اکثریت په دې باور دی چې په افغانستان کې جګړه په کولو نه ارزیدله. دا لومړی ځل دی چې په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان د جګړې په هکله د جمهوري غوښتونکو ذهنیت په دومره کچه بدلیږي. ورځپاڼه لیکي چې په افغانستان کې به د امریکا حضور د امریکا د نومبر د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې یوه مطرح موضوع وي.

ورځپاڼه لیکي چې دا نوې سروې کولای شي چې د جمهوري غوښتونکو مخکښ کاندید میت رامني د ستونزې سره مخامخ کړي، ځکه هغه وايي چې په افغانستان کې د امریکا هدف باید د طالبانو ماته وي.

ورځپاڼه لیکي چې ولسمشر اوباما هم ورته هدف درلودی خو د ۲۰۰۹ کال د تګلارې په هر اړخیز مرور کې خپل د دې هدف نه تیر سو او د ۲۰۱۴ کال نېټه یې وټاکله چې په لړ کې به یې ټول محاربوي عسکر د افغانستان څخه راوځي.

ورځپاڼه لیکي چې د امریکایانو څخه شوې سروې تر پخوا هر وخت دغه ځل په افغانستان کې د جګړې څخه د ملاتړ ټیټه کچه ښيي. د سروې سویو امریکایانو له جملې نه یواځي ۳۰ په سلو کې د افغانستان د جګړې ملاتړي دي او وايي چې د افغانستان جګړه په دې ارزې چې پرمخ یوړل شي.