امریکا پخپلو ۱۴ سوداګریزو شریکانو ګمرکې تعرفې لګوي

متحده ایالاتو چارشنبه نومبر ۲۵ اعلان کړی چې پلان لري پخپلو ۱۴ سوداګریزو شریکانو باندې ګمرکي تعرفي وضع کړي.

د متحده ایالاتو د سوداګرۍ استازي، جمیسن ګرییر دفتر ویلي دغه څوارلس هیوادونه چې د امریکا د سوداګرۍ شریکان دي داسې پالیسۍ او کړنې لري چې د تولید او ظرفیت له مخې یې جوړښت تر اندازې ډیر دی له همدې کبله د متحده ایالاتو په سوداګرۍ بې وجې بوج او محدودیتونه وضع کوي.

په اعلامیې کې د ښاغلي ګرییر له قوله ویل شوي چې د متحده ایالاتو د سوداګرۍ یو شمیر شریکانو د څو لسیزو راهیسې د تنخوا، کار او کارګر ځپلو، مالي او او نورو امکاناتو او د بازار څخه د باندې اقتصادي معلوماتو په برخې کې د تولید او صنعت لپاره داسې تګلارې خپلې کړي چې د سوداګرۍ تله د هغوي په لور درنوي خو په عین حال کې امریکا کې د تولید اساس زیانمنوي.

په وړاندیز شویو غبرګونونو کې د چین په اموالو باندې د ۲۰ فیصدو ګمرکي تعرفي لګول دي. متحده ایالات وایي چې د چین حکومت تولیدونکو ته پراخ مالي ملاتړ برابر کړی، په جبري توګه د ټکنالوژۍ په انتقال او معنوي شتمنۍ په غلا کې ښکیل دی او پدې کې پاتې راغلی چې د کایګرانو لپاره په کافي اندازه خوندیتوب بنسټیز کړي.

متحده ایالاتو همدارنګه ویلي چې د چین همدې کړنو د موټرو، الکترونیکي وسایلو، پلاستیکو، چپونو او لمریزې برښنا په ګډون په ګڼ شمیر سکتورونو باندې اغیز کړی.

د متحده ایالاتو د سوداګرۍ استازي په وړاندیزونو همدرانګه د اروپایي ټولنې په اموالو باندې هم د ۱۵ فیصدو ګمرکي تعرفو لګول شامل دي. امریکا وایي دا بندیزونه د اروپایي ټولنې د "بې موجبه پالیسو" په غبرګون کې دي چې بازارانو ته د لاسرسي موانع، د پور ورکولو په برخې کې ترجیحات او د بې حده ډیرو تولیداتو د مخنیوي لپاره نه عمل کول پکې شامل دي.

په جنوبي کوریا باندې هم د ۱۵ فیصدو ګمرکي تعرفو وړاندیز شوی. متحده ایالات وایي چې د جنوبي کوریا ځینې پالیسۍ د موټرو، چپونو او پیتروشیمي سکتور باندې اغیز کړی.

پاتې نور سوداګریز شریکان چې د ګمرکي تعرفو لګولو وړاندیز یې شوی، بنګله دیش، کمبوډیا، هند، اندونیزیا، جاپان، مالیزیا، سنګاپور، سویټززلینډ، تایوان، تایلند او ویتنام دي.

د متحده ایالاتو د سوداګرۍ استازي دفتر ویلي چې د راتلونکي د جنوري په میاشت کې به د وړاندیز شویو ګمرکي تعرفو په هکله جلسې وکړي.