امریکا د قطر د امنیت په اړه خپله ژمنه بیا تازه کړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو یو ځل بیا د قطر د امنیت او د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د ازاد تګ راتګ په اړه د واشنګټن ژمنه تازه کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې روبیو نن د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، سره خبرې کړې دي.

د خبرو پر مهال، روبیو د منځګړیتوب په برخه کې د قطر د دوامداره هڅو ستاینه هم کړې او دغه هېواد یې د سیمه‌ییز امنیت د پیاوړتیا لپاره یو پیاوړی او نږدې شریک بللی دی.

دا ټیلیفوني خبرې په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې په منځني ختیځ کې سیمه‌ییزې ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي او د مهمو سمندري لارو امنیت د نړیوالې ټولنې له مهمو اندېښنو څخه ګڼل کېږي.

د هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د لېږد له مهمو سمندري لارو څخه دی، چې د فارس خلیج او نړیوال بازارونه سره نښلوي. د نړۍ د تېلو د لېږد یوه د پام وړ برخه له همدې تنګي تېرېږي، له همدې امله د دې لارې امنیت د انرژۍ د اکمالاتو او نړیوالې سوداګرۍ لپاره حیاتي ارزښت لري.

قطر، چې د مایع طبیعي ګاز یو له سترو صادرونکو هېوادونو څخه دی، د سیمه‌ییزو شخړو د هواري او د ښکېلو خواوو ترمنځ د خبرو اترو د اسانتیا لپاره هم په ډیپلوماتیکو هڅو کې مهم رول لوبولی دی.

د واشنګټن په وروستي بیان کې یو ځل بیا څرګنده شوې، چې امریکا د قطر سره امنیتي مشارکت ته ځانګړی اهمیت ورکوي. همدارنګه، امریکا غواړي له خپلو سیمه‌ییزو متحدینو سره همکارۍ ته دوام ورکړي، څو ثبات او د سمندري لېږد مهمې لارې خوندي وساتل شي.