د امریکا مالیې وزارت د چهارشنبې په ورځ (اګست پنځمه) د یوه عراقي هوايي شرکت او ددې شرکت د الوتکو پر وړاندې د ایران اړوند بندیزونه د لیرې کیدو اقدام وکړ. دا اقدام وروسته له هغه وشو چې معلومه شوه یاد شرکت په خپلو چارو کې "لوی بدلونونه" راوستي دي.
د امریکا د مالیې وزارت یوه ویاند امریکا غږ ته وویل د فلاي بغداد هوایي شرکت په وړاندې دا اقدام د (ځانګړو نومول شویو هیوادونو) د لست څخه د بیا کتنې له جامع پروسې وروسته کیږي. د مالیې وزارت ویلي یاد شرکت په خپلو عملیاتو کې داسې لوی بدلونونه راوستي چې نور یې په لیست کې شاملول اړین نه دي.
دا شرکت د ۲۰۲۴ کال په جنوري کې د ایران قدس ځواکونو لپاره چې د امریکا له خوا د ترهګر ځواک په توګه پيژندل کیږي او په عراق، سوریه او لبنان کې د یادې ځواک نیابتي ډلو ته د مرستو ورکولو له امله په یاد لست کې شامل شو. دا محدودیت د فلای بغداد ملکیت دوو عراقی الوتکو ته هم وغځول شو چې د "مسدود شوي ملکیت" په توګه وپيژندل شوې.
د امریکا د مالیې وزارت وویل چې د بندیزونو د لرې کولو دا اقدام د ایران او د سپاه پاسداران په تړاو د واشنګټن د نرم چلند په مانا نه دی.
د یاد وزارت ویاند وویل، "دا د ایران حکومت، د سپاه پاسداران او قدس ځواک او یا هم کومې تحریم شوي ډلي او یا هم کوم شخص چې په دې تړاو یې ملاتړ یا اقدام کړی وي، د امریکا د سیاست د بدلیدو ښکارندویي نه کوي."
د امریکا د مالیې وزارت وایي چې د فلای بغداد شرکت په وړاندې دا اقدام د عادي اداري پروسې د یوې برخې په توګه ترسره شوی دی.
د ۲۰۲۴ کال ددې اقدام له مخې، پر بشیر عبد الکریم عوون الشاباني هم د فلاي بغداد د مستقیم یا غیر مستقیم مالکیت یا کنټرول له امله بندیز ولګید. الشابانی، چې یو عراقی وګړی دی، په هغه وخت کې د شرکت د اجراییوي رییس په توګه کار کاوه.
د چهارشنبې په ورځ د امریکا ددغو تازه اقداماتو په لړ کې، الشاباني تر بندیزونو لاندې پاتې دی، خو د هغه د نومول کیدو اساس د فلاي بغداد ایرلاینز سره له اړیکو څخه د ایران د انقلابي ګارد سره اړیکو ته بدل شوی دی.
دا اقدام وروسته له هغې کیږي چې د عراق نوي لومړي وزیر علي الزیدی تېره میاشت له سپینې ماڼۍ څخه لیدنه وکړه.