په داسې حال کې چې د دوه زره دولسم کال د ټول ټاکنو لپاره د مبارزې لومړی پړاو پیل کیږي د امریکا د جمهوري ریاست د څوکۍ لپاره د جمهوري غوښتوونکي ګوند اته نوماندو تیره شپه د ټولنیزو پروګرامونو، د کډوالو په مسلې او په افغانستان کې د جګړې اړوند موضوعګانو باندې په روانه اونۍ کې د دوهم ځل لپاره خپل منځي بحث وکړ.