د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي روانه اونۍ به د فلیپین په پلازمېنه مانیلا کې د آسیان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې پر مهال د لوړې کچې یو لړ لیدنې او خبرې اترې ولري.
روبیو واشنګټن څخه تر روانېدو مخکې خبریالانو ته وویل چې د جولای په ۲۲مه به د جاپان او سویلي کوریا د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د درۍ اړخیزې همکارۍ په چوکاټ کې غونډه وکړي.
هغه وویل، د آسیان غونډه د دوه اړخیزو او څو اړخیزو ډیپلوماتیکو خبرو لپاره یو مهم فرصت دی. روبیو همدارنګه تایید کړه چې د کواد ډلې، چې متحده ایالتونه، جاپان، اسټرالیا او هند پکې شامل دي، د بهرنیو چارو وزیران سره به یې جلا غونډې ولري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې ښایي په جلا توګه د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي او د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره هم وګوري، خو ویې ویل چې دغه لیدنې لا تر اوسه نهایي شوې نه دي.
روبیو دا هم وویل چې د چین د ولسمشر شي جین پینګ د سپټمبر میاشتې لپاره متحده ایالتونو ته د پلان شوي سفر چمتووالی روان دی.
هغه خبریالانو ته وویل، "موږ تمه لرو چې دا سفر به د سپټمبر په میاشت کې وشي. دوی لا هم د سفر د چمتووالي لپاره خپل پلاوي را استوي، او ما تر اوسه داسې څه نه دي اورېدلي چې دا پلان دې بدل شوی وي. "
ټاکل شوې چې د آسیان د بهرنیو چارو وزیرانو په دغو غونډو کې سیمهییز امنیت، اقتصادي همکاري، او د هند ـ ارام سمندر په سیمه کې ستراتیژیکه سیالي د بحث مهمې موضوع ګانې وي.