د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې اوکراین او روسیه د خپلې شخړې د پای ته رسولو لپاره د سولې تړون ته اوس «تر بل هر وخت ډېر نږدې» شوي دي.
ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د یکشنبې په ورځ یې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي سره خبرې وکړې، خو زیاته یې کړه چې لا هم څو ستونزمنې مسلې پرځای پاتی دي چې باید حل شي.
د امریکا ولسمشر ټرمپ د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي سره وروسته له هغې چې د روسي د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې جلا ټیلیفوني خبرې وکړې، د فلوریډا په ایالت کې د مارالاګو په نوم پخپل استوګنځي کې وکتل.
ولسمشر ټرمپ ددې ټیلیفوني خبرو په اړه پخپلې تولنیزې شبکې «ټروت سوشیل» کې لیکلي چې دا خبرې «ډېرې ګټورې» وې.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ ددوشنبې په ورځ د ډسمبر ۲۹مه د ایکس پر ټولنیزې شبکې کې وویل چې ټرمپ له پوتین سره یې بیا بل ځل مثبتې تیلفوني خبرې وکړې، خو نور جزئیات یې ورنه کړل.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ د ډسمبر ۲۸مه له زېلېنسکي سره د خبرو نه وروسته په یوه خبري کنفرانس کې د روسیې د یرغل د پای ته رسولو لپاره د امریکا تر مشرۍ لاندې هڅو ته په اشارې وویل: «موږ کېدای شي ډېر نږدې شوي اوسو.» هغه وویل: «ټول غواړي چې دا جګړه پای ته ورسېږي.»
هغه وویل: «یوه یا دوه ډېرې ګرانې او لانجمنې مسلې لا هم پر ځای پاتې دي، خو زه فکر کوم چې موږ ډېر ښه روان یو. نن مو ډېر پرمختګ وکړ، خو په حقیقت کې دا پرمختګ د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې شوی دی. دا د یوې ورځې پروسه نه ده. دا ډېر یو پېچلی کار دی.»
د اختلاف یو مهم ټکی د اوکراین په ختیځ کې د دونباس پر سیمې د کنترول موضوع ده. روسیه د سیمې ډېره برخه تر خپل کنټرول لاندې لري او غواړي چې اوکراین له هغو برخو ووځي چې روسیه یې تر خپل کنترول لاندې نلري.
ټرمپ وویل: «دا یوه ډېره ګرانه موضوع ده، خو زه فکر کوم چې حل به شي.»
زېلېنسکي وویل چې متحده ایالات او اوکراین تر ډېره بریده د جګړې د پای ته رسولو د چوکات پر هوکړې سره سلا شوي دي.
هغه وویل: "موږ د سولې د چوکاټ ټول اړخونه وڅېړل"، او زیاته یې کړه چې "د شلو مهمو ټکیو پر بنسټ ولاړ د سولې په پلان کې ۹۰ سلنه توافق شوی دی."
د ۲۰ ټکیو دا پلان د هغه وړاندي شوي چوکاټ اصلاح شوې بڼه ده چې متحده ایالاتو د نومبر په میاشت کې چمتو کړی و.
زېلېنسکي وویل چې د خبرو اترو ډلې به په راتلونکو اوونیو کې سره وویني څو د مارالاګو په غونډه کې مطرح شوې مسلې نهایي کړي، او دا خبرې به د ولسمشر ټرمپ په کوربتوب تر سره شي.
ټرمپ خبریالانو ته وویل چې نورې خبرې به «په واشنګټن یا کوم بل ځای» وشي.
ټرمپ وویل چې لا هم باور لري چې د هغه روسي سیال پوتین، د جګړې د پای ته رسولو په اړه، په رښتوني بڼه جدي دی، او ویې ویل چې راتلونکې څو اوونۍ به دا وښيي چې خبرې بریالۍ کېږي او که نه.
هغه وویل: «په څو اوونیو کې به پوه شو چې یو لور ته ځي یا بل لوري ته.»
هغه یو ځل ددې شخړو د پای ته رسولو خپله هیله بیا تکرار کړه.
ټرمپ وویل: «زه غواړم دا پای ته ورسېږي، ځکه نه غواړم زیات شمیر خلک مړه شي. موږ د دویمې نړیوالې جګړې نه وروسته د خلکو تر ټولو زیات شمېر له لاسه ورکوو.»