امریکا د جنوبي افریقا په هغو مقاماتو بندیز لګوي چې د افریکنز او نورو په ضد د تبعیض مسول دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د جنوبي افریقا په هغو مقاماتو باندې به د سفر بندیزونه ولګوي، چې په هغه هېواد کې د سپین پوستو او نورو اقلیتونو په ضد د تبعیضي او توپیري چلند مسولین دي.

د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي هاغسې چې ولسمشر ټرمپ ویلي دي د جنوبي افریقا خلک د خپل حکومت له لوري له ناکامۍ سره مخامخ دي او د افریقايي لږکیو په ضد د تعقیب او تعصب له کبله خپل اقتصاد له منځه وړي.

ښاغلي روبیو لیکلي دي چې د جنوبي افریقا حکومت د «افریکنز» او نورو لږکیو پر وړاندې د توکمیز تبعیض، په کلیوالو سیمو کې د جنایت، خشونت او غیر انساني بیانونو د تګلارو په مخنیوي ناکام شوی دی.

هغه په خپل ایکس حساب په یوې اعلامیې کې لیکلي دي: « نن زه د ویزې د محدودیت یوه نوې تګلاره اعلانوم چې هغه بهرني اتباع په نښه کوي چې په جنوبي افریقا کې د توکمیز تبعیض، تاوتریخوالي ته د لمن وهلو، یا له خسارې ورکولو پرته د ځمکو د ضبطولو پالیسۍ پلي کوي او یا ورسره مرسته کوي. هغه کسان چې د دې بې عدالتۍ مسؤل دي، په متحدو ایالتونو کې هیڅ ځای ه.»

د بهرنیو چارو وزارت دې اقدام څخه څو میاشتې مخکې د جنوبي افریقا لسګونه سپین پوستي، چې ادعا کوي په خپل هېواد کې له نژادي تبعیض سره مخامخ دي، له جوهانسبرګ څخه متحدو ایالتونو ته ولېږدول شول. دا د جنوبي افریقا د سپین پوستو لومړنۍ ډله وه، چې د «افریکنز» په نوم د جنوبي افریقا د سپین پوستو په اړه د ولسمشر ټرمپ له اعلان شوې طرحې څخه وروسته امریکا ته انتقال کېږي.

د ۴۹ کسانو دغې ډلې ادعا کړې ده، چې د خپل نژاد له کبله ورته په جنوبي افریقا کې دندې نه ورکول کېدې او له توپیري چلند سره هم مخامخ وو.

ولسمشر ټرمپ د فبرورۍ په میاشت کې له تبعیضي چلند سره د مخامخو افریقایانو په اړه یو فرمان صادر کړ.

د ټرمپ حکومت د جنوبي افریقا حکومت تورنوي، چې د سپین پوستو ځمکې غصبوي او تاوان هم ورته نه ورکوي. د جنوبي افریقا حکومت دا ادعا ردوي او وايي چې امریکا ته د دغو سپین پوستو انتقال «سیاسي انګیزه» لري.

جنوبي افریقا ۶۲ میلیون نفوس لري او جمعیت پېژندونکي اټکل کوي چې په دې کې شاوخوا ۲.۷ میلیون «افریکنز» دي.