د امریکا د ماهان په هوايي شرکت او د سپاه پاسداران ملاتړې نړیوالې شبکې بندیزونه ولګول

د امریکا د خزانې وزارت د پنجشنبې په ورځ (جولای ۳۰) اعلان وکړ چې ددغه وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر په چین، هند، روسیه او ایران کې شپږ ادارې د ماهان هوايي شرکت او دایران د سپاه پاسداران د ملاتړ له امله د امریکا د بندیزونو په لست کې شاملې کړې دي.

د خزانې وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې ماهان ایر، سره له دې چې ځان د ملکي هوایي شرکت په توګه معرفي کوي، له کلونو راهیسې یې د سپاه پاسدران، په ځانګړې توګه د قدس ځواکونو د فعالیتونو په ملاتړ کې مهم رول لوبولی او د ایراني ځواکونو، پوځي تجهیزاتو، بې پیلوټه الوتکو او وسلو په لېږدولو کې ښکېل و.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ وویل: "هغه کسان چې سپاه پاسداران یا ماهان ایر ته مالي، لوژستیکي، یا سوداګریزې اسانتیاوې برابروي، د یوې ترهګرې شبکې ملاتړ کوي. د خزانې وزارت به د دوی د پېژندلو، افشا کولو، او د امریکا مالي سیسټم ته د دوی د لاسرسي پرې کولو ته دوام ورکړي."

د امریکا د خزانې وزارت اعلان وکړ چې دا اقدام د اسلامي جمهوریت او سپاه پاسداران پر وړاندې د اقتصادي فشار د زیاتولو د هڅو یوه برخه ده، په ځانګړې توګه په سیمه کې پر هیوادونو او د هرمز په تنګي کې پر سوداګریزو کښتیو د رژیم د وروستیو بریدونو په ځواب کې زیاته شویده.

د اعلامیې له مخې، په چین کې د شانګهای وینګز انټرنیشنل لوژیستیکي شرکت چې د ماهان ایر لپاره د عمومي پلور استازي په توګه کار کوي، له چین څخه ایران ته د برېښنايي تجهیزاتو د لېږدولو د همغږي کولو له امله پرې بندیز لګیدلی دی.

همدارنګه، د شرکت اجراییوي رییس تانګ شین او په چین کې د ماهان ایر نماینده کمپنۍ شانګهای ایلیټ انټرنیشنل ټریول، د بندیزونو په لست کې شامل شوي دي.

د خزانې وزارت همدارنګه په هند کې "سکایز ټریولز انډ لوژیسټیکس" او په روسیه کې "اییر کارګو پرو" شرکتونه، چې په دغو دوو هېوادونو کې د ماهان ایر د پلور استازیتوب کوي، په بندیزونو کې شامل کړي دي.

سربېره پر دې، د بهرنیو شتمنیو د ادارې د ایران "داده نګار سټارټ اپ سټوډیو" هم تحریم کړی دی. د خزانې وزارت په وینا، دا شرکت د سپاه پاسداران پورې تړلی وو چې د یوې وېبپاڼې له لارې یې د امریکا او اسراییلو د تجهیزاتو د موقعیت په اړه معلومات راټولول ترڅو د اسلامي جمهوریت له پوځي اهدافو سره مرسته وکړي.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې دغه شرکت، د سپاه پاسداران سره په همغږۍ، په منځني ختیځ کې د امریکایي اهدافو پر وړاندې د بریدونو غوښتنې ترلاسه کولې.

د خزانې وزارت ټینګار وکړ چې د دې بندیزونو سره به د متحده ایالاتو په قلمرو کې د تحریم شویو اشخاصو او ادارو ټولې شتمنۍ او مالي ګټې کنګل شي.

دغه وزارت دا خبرداری هم ورکړی چې هره هغه بهرنۍ مالي موسسې یا اشخاص چې په قصدي توګه د تحریم شویو اشخاصو او ادارو لپاره مهمې راکړې ورکړې مهیا کړي، ممکن د امریکا له نورو بندیزونو سره مخ شي او د امریکا مالي سیسټم ته یې لاسرسی محدود یا پرې شي.