متحده ایالات او سعودي عربستان تمه لري چې د چهارشنبې په ورځ د جولای ۲۲مه د ملکي اټومي همکارۍ یو تړون لاسلیک کیدل اعلان کړي.
ګڼ شمیرسرچینو چې د دې تړون په اړه خبر دي، بېلابېلو خبري اژانسونو ته ویلي چې په دې هوکړه کې به داسې ماده نه وي چې سعودي عربستان د خپل یورانیمو له غني کولو منع کړي. همدارنګه، په تړون کې به هغه اضافي پروتوکولونه هم شامل نه وي چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (IAEA) ته د سعودي د اټومي تاسیساتو د لا زیاتې څارنې اجازه ورکوي.
د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو د چارشنبې په ورځ پدې هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې له څرګندونو ډډه وکړه او ویې ویل چې غوره بولي د سپینې ماڼۍ چارواکي په دې اړه رسمي اعلامیه خپره کړي.
تمه ده چې د ټرمپ اداره دا تړون د ارزونې لپاره د امریکا کانګرس ته وړاندې کړي.
متحده ایالتونه تر اوسه د اټومي همکارۍ په اړه، چې د «۱۲۳ تړونونو» په نوم یادېږي، له شاوخوا ۵۰ هېوادونو او د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره ۲۶ تړونونه لاسلیک کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، دغه تړونونه د دې زمینه برابروي چې متحده ایالتونه خپلو شریکانو ته د اټومي سونګ، ریکټورونو او نورو اړوندو تجهیزاتو د صادرولو جواز ورکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي: «له متحدو ایالتونو سره د ۱۲۳ تړون شریکانو ته دا فرصت برابروي چې د نړۍ له یو پرمختللي، خوندي او باوري ملکي اټومي عرضه کوونکي سره د سولهییزې اټومي همکارۍ له ګټو برخمن شي، او په عین وخت کې د اټومي وسلو د نه خپرېدو او اټومي امنیت په برخه کې د نړیوالو لوړو معیارونو پر وړاندې خپله ګډه ژمنتیا هم څرګنده کړي.»
متحده عربي امارات، چې د سعودي عربستان یو ګاونډی هېواد دی، له امریکا سره دا ډول تړون لري. د اماراتو په تړون کې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د پلټنې اضافي پروتوکولونه شامل دي او همدارنګه پکې دا ژمنه شوې چې امارات به خپل غني شوي یورانیم نه تولیدوي.
سعودي عربستان او متحدو ایالتونو د بېلابېلو امریکایي ادارو پر مهال د اټومي همکارۍ د یوه تړون لپاره هڅې کړې دي.
دا پرمختګ په داسې حال کې کېږي چې متحده ایالتونه په یوه پوځي کمپاین بوخت دي، چې د ټرمپ اداره وایي یو مهم هدف یې دا دی چې ایران د اټومي وسلې له ترلاسه کولو څخه منع کړي.
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان څو ځله ویلي، که ایران اټومي وسله ترلاسه کړي، سعودي عربستان به هم د ورته وسلې د ترلاسه کولو هڅه وکړي.