ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن سهشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې د سعودي عربستان وليعهد او لومړي وزیر محمد بن سلمان کوربه دی.
دواړه مشران به د غونډې په ترڅ کې د پانګونې، سوداګرۍ او سیمهییز امنیت په اړه خبرې وکړي. دا ناسته یوه رسمي کاري لیدنه بلل شوې او پکې د سپینې ماڼۍ د هرکلي مراسم، د غرمې ډوډۍ او ماښامنۍ شامله وي چې د ټرمپ، بن سلمان او همدارنګه د دوی د حکومتونو چارواکي به هم پکې ګډون ولري.
د سفر له مخې ولسمشر ټرمپ تایید کړه چې متحده ایالات به سعودي عربستان ته د F-35 ډوله جنګي الوتکې وپلوري.
ټرمپ وویل د یو مهم متحد د رهبر دا لیدنه “یوازې یوه ناسته نه ده.”
هغه زیاته کړه: “موږ سعودي عربستان او د هغه وليعهد ته درناوی کوو.”
د سعودي دولتي خبري اژانس د سهشنبې په ورځ یوه اوږده تبصره خپره کړه چې سرلیک یې و-د سعودي او امریکا اړیکې: د ستراتېژیکې ملګرتیا ۹۲ کاله، د لیدلوري شراکت!
پدې تبصرې کې ویل شوي چې دا اړیکې د ۱۹۳۳ کال راهیسې پيل شوې، کله چې د سعودي حکومت او د امریکا د سټنډرډ اویل آف کالیفورنیا شرکت چې اوسني شیورون ته منسوب دی، د تېلو تړون لاسلیک کړ.په لیکنه کې راغلي چې دغه تړون د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکو بنسټ کېښود او وروسته یې په سیاسي ډګر هم اغېز وکړ.
سعودي عربستان د هغو اته عربي او اسلامي هېوادونو په ډله کې شامل دی چې د غزې د سولې له هغې طرحه یې ملاتړ کړې چې ټرمپ یې د سپتمبر په میاشت کې وړاندېز وکړ.
ټرمپ دا هم وویل چې غواړي سعودي عربستان د ابراهیم تړونونو سره یو ځای شي، هغه مهمه بهرنۍ تګلاره چې په خپله لومړۍ دوره کې یې پرمخ یوړه او پکې یې څو عربي هېوادونه وهڅول چې له اسراییل سره چې په سیمه کې تر ټولو نږدې دي خپلې اړیکې نورمالې کړي.
سعودي عربستان هغه لومړنی بهرنی هېواد هم و چې ټرمپ د خپلې لومړۍ او دویمې دورې د بهرني لومړني سفر لپاره وټاکه، او د ریاض سره د هغه د حکومت له لورې د اړیکو ارزښت په ډاګه کوي.