د متحدو ایالتونو پوځ وایي چې په جنوبي ارام سمندر کې د چین له لوري د بالستیک میزایل ازمایل د متحدو ایالتونو په کوربتوب ددغه سمندر په څنډه کې د ۳۰ هېوادونو د سرتېرو په پوځي تمریناتو کې کوم بدلون نه راولي.
دا پوځي تمرینونه د امریکا د هاوایي ایالت په شاوخوا کې کېږي، چې د جولای تر پای پورې به روان وي.
د متحدو ایالتونو د "یو اس اس تیودور روزولټ الوتکې" وړونکې بېړۍ کپتان ویلیم مېتس امریکا غږ ته وویل چې مقاماتو د دوشنبې په ورځ د میزایل له ازموینې وروسته په ګډو تمرینونو کې کوم بدلون نه دی راوستی.
مېتس وویل: "موږ د میزایل په ازمایلو خبر یو. موږ په دوامداره توګه په نړۍ کې پېښې څارو او ځان ډاډه کوو چې په نړۍ کې د روانو پېښو په اړه خبر واوسو."
د فیلیپین د ساحلي ګارډ یو غړي، چې په لومړي ځل د ارام سمندر په څنډې کې د ۳۰ هېوادونو د سرتېرو په پوځي تمریناتو کې برخه لري، امریکال غږ ته وویل چې په نژدې اوبو کې د ازمایل شویو میزایلو د ټوټې د احتمالي غورځېدو په اړه یې احتیاطي اقدمات کړي دي.
د BRP Gabriela Silang د کښتۍ د قوماندې افسر جومارک انګو وویل: "دا اول ځل نه دی، مخکې هم څو ځلې شوې. خو د ساحلي ګارد په توګه زموږ دنده دا ده چې عامو خلکو ته زموږ په اوبو کې د احتمالي ټوټو د پریوتو په اړه معلومات ورکړو. موږ همدغه راز خپلې ساحلې ټولنې چمتو کوو او خبر ورکوو چې د احتمالي خطر مخه ونیول شي."
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مایو نینګ د بالستیک میزایل د ازمایلو په اړه انتقادونه رد کړل او خبریالانو ته یې وویل چې دا د چین د روزنې د پروګرام یوه برخه ده.
هغه وویل: "د چین اړخ په خپل وخت او مخکې له مخکې متحده ایالتونه او نور هېوادونه په دې اړه خبر کړي وو چې دا د چین د پوځ رښتینولي او شفافیت څرګندوي."
استرالیا، جاپان او نیوزلنډ هم د چین له لوري د بالستیک میزایل په ازمایښت انتقاد کړی دی، د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وونګ ویلي دي چې دا کار "سیمه بې ثباته کوي."
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت له چین څخه غوښتي دي چې "د وسلو د مانا لرونکي کنترول په مذاکراتو ګډ شي او د ټولو بین القاره يي بالستیک میزایل او فضايي توغوونې په اړه د اطلاع رسوونې منظمو ترتیباتو ته ژمن شي."
د متحدو ایالتونو د پاسیفک قومنداني وایي چې ارام سمندر په څنډې کې د ۳۰ هېوادونو د سرتېرو په پوځي تمریناتو کې ۳۰ کښتۍ، پنځه اوبتلونه، ۱۵ ځمکني ملي ځواکونه، تر ۲۰۲۵ زیاتې الوتکې او تر ۳۰زرو زیات پرسونل برخه لري.