د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو یو ځل بیا د ایران د اتومي پروګرام په اړه د امریکا دریځ تکرار کړی او ویلي دي چې ایران ته باید اجازه ورنه کړل شي چې یورانیم غني کړي.
روبیو د چهارشنبې په ورځ د مي په ۲۱ تاریخ (د ثور ۳۱) د امریکا د استازو د جرګې یوې استماعیې غونډه ته وویل: "موږ باور لرو چې ایران سره د منلو وړ په یوه موافقه کې به [دغه هیواد] د یورانیمو د غني کولو اجازه و نه لري دا ځکه که دوی اجازه ولري، نو په وسلو کې یې استعمالولی شي."
امریکا او متحدین یې د ډیر وخت راهیسې په ایران تور لګوي چې د ملکي اتومي پروګرام تر نامه لاندې غواړي اتومي وسلې جوړي کړي خو ایران بیا دغه تورونه ردوي.
د عمان د بهرنیو چارو وزیر د خپل ایکس په پاڼې باندې اعلان وکړ چې د ایران د اتومي پروګرام په اړه به د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو پنځم دور د جمعې په ورځ په روم کې پیل شي.
خو سمدستي نه ایران او نه هم امریکا دغه خبره تائید کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د چهارشنبې په ورځ وویل چې تهران "په دې غور کوي چې د امریکا سره د خبرو اترو په بل دور کې برخه واخلي او که نه."
عراقچي وویل: "د یورانیمو د غني کولو په موضوع به بالکل مذاکرات و نه کړو."
هغه زیاته کړه: "په تیرو څو ورځو کې، ما ډیر واضح ځواب ورکړی او نن [د ایران مذهبي] مشر زموږ دریځ په پوره توګه واضح کړ. موږ به هیڅ کله د خپل حق څخه په هیڅ حالت کې تیر نه شو.
د ایران مذهبي مشر علی خامنه ای د سې شنبې په ورځ د امریکا دا غوښتنه رد کړه چې ایران دې د یوریانیمو غني کول ودروي.
خو د امریکا متحده ایالاتو ویلي چې د ایران سره به په هر ډول موافقې کې د یورانیمو د غني کول درول شامل وي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولین لوویت د سې شنبې په ورځ وویل: "موږ سل په سلو کې دغه سرې کرښې ته ژمن یو. ولسمشر [ډونالډ ټرمپ]، ځانګړی استازی، (ستیف) ویتکاف او [د بهرنیو چارو] وزیر روبیو نه یوازې دغه موضوع د امریکا خلګو ته بلکې په هغو مستقیمو خبرو اترو کې چې ښاغلي ویتکاف د ایران سره درلودي واضح کړی ده."
د ایران د اتومي پروګرام په سر د امریکا او ایران ترمنځ په دې وروستیو اونیو کې څلور غونډې شوي دي.