امریکا: له وینزویلا سره د تېلو تړون کې به د پیسو بهیر په کلکه کنټرولېږي

د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ وايي، واشنګټن به له وینزویلا سره د تېلو د هغه تړون له مخې د عوایدو پر بهیر «ډیر سخت کنټرول» ولري چې د روانې اوونۍ په پیل کې اعلان شوی دی.

رایټ د چهارشنبې په ورځ، د سپتمبر دویمه، په کاراکاس کې د میرافلورس ماڼۍ مخې ته یوې خبري غونډې ته وویل چې امریکا د دې تړون په اړه "ډیر په احتیاط" خبرې اترې کړې دي، او زیاته یې کړه چې حکومت د دې اړوند سوداګرۍ، باور او عملیات "ډیر جدي نیسي".

رایت د هغو نیوکو په ځواب کې چې ګواکې امریکا د وینزویلا تېل «غلا» کوي، وویل چې د دغه هېواد د تېلو زیرمې لا هم د وینزویلا ملکیت دي.

رایټ وویل، د امریکا رول د وینزویلا د اقتصاد د پیاوړتیا او د خصوصي سکټور له لارې د تېلو د تولید د زیاتولو لپاره دی. د انرژۍ وزیر زیاته کړه چې وینزویلا د زیربناوو او د برېښنا د تولید په برخه کې د پام وړ پرمختګ ته اړتیا لري.

د وینزویلا موقته ولسمشره دلسي رودریګز هم د تړون دفاع وکړه او ویې ویل چې د وینزویلا سوداګر الیخانډرو بېتانکورټ، چې د North American Blue Energy Partners یا NABEP مشري کوي، په وینزویلا کې له کومې فعالې قضیې سره مخ نه دی.

رودریګز وویل، د امریکا او وینزویلا حکومتونه د دغه هېواد پر وړاندې د بندیزونو د پای ته رسولو لپاره هم کار کوي.

وینزویلا اوس مهال شاوخوا ۱.۲۵ میلیونه بېرله تېل په ورځ کې تولیدوي؛ دا کچه د ۱۹۹۰مو کلونو په وروستیو کې د دغه هېواد د نږدې درې میلیونه بېرله ورځني تولید له لوړې کچې ډېره کمه ده.

د امریکا چارواکي وايي، واشنګټن د وینزویلا د تېلو د صنعت لپاره د شاوخوا ۱۰۰ میلیارد ډالرو د پانګونې د پلان مشري کوي چې هدف یې په راتلونکو کلونو کې د دغه هېواد د تېلو تولید دوه برابره کول دي.