د امریکا سنا د روسیې د انرژۍ پر سکتور د بندیزونو لایحې ته د تائید رایه ورکړه

د متحدو ایالتونو سنا د سه شنبې په ورځ (جولای ۲۸) د هغې لایحې وړاندې کولو ته د تائید رایه ورکړه چې د روسیې د انرژۍ پر سکتور د پراخو بندیزونو غوښتنه کوي.

ددې لایحې اصلي لیکوال پخوانی سناتور لینزې ګراهام دی چې پرون یې په واشنګټن کې د جنازې مراسم ترسره شول.

د سنا یو شمېر غړو له رسنیو سره په خبرو کې د روسیې پر ضد د بندیزونو د دې لایحې په جوړولو کې د ګراهم د هڅو ستاینه وکړه.

ګراهم د روسیې سره د اوکراین په جګړه کې د کیف د سختو ملاتړو څخه ګڼل کېده، او د دې لایحې موخه دا ښودل شوې چې پر اوکراین د یرغل له امله پر مسکو اقتصادي فشار زیات شي.

د ۸۶ موافقو او ۱۲ مخالفو رایو ترلاسه کولو وروسته، ټاکل شوې ده چې دا لایحه د همدې اونۍ په وروستیو کې په سنا کې د وروستي تصویب لپاره وړاندې شي.

دغه لایحه پر روسي چارواکو د بندیزونو ترڅنګ پر چین، هند او یو شمېر نورو هغو هېوادونو د درنو ګمرکي تعرفو وضع کېدو غوښتنه کوي چې د روسیې پر نفتو او ګازو تکیه لري.

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د دې اقدام ملاتړ به وکړي او غوښتنه یې کړې چې ایران هم په بندیزونو کې شامل کړي.

که دا لایحه په قانون بدله شي نو د ټرمپ ادارې ته دا اختیار ورکوي چې د هند په ګډون پر هغو هېوادونو تر ۱۰۰ سلنې ګمرکي تعرفې ولګوي چې د روسیې پر انرژۍ ډیره تکیه کوي.