د امریکا سنا جې کلېټن د ملي استخباراتو د رئیس په توګه تائید کړ

د متحدو ایالتونو د سنا مجلس د سه شنبې په ورځ (جولای ۲۸) د نیویارک څارنوال جې کلېټن د ملي استخباراتو د نوي رئیس په توګه تائید کړ.

کلېټن ته ۵۱ موافقې او ۴۷ مخالفې رایې ورکړل شوې. هغه به د ملي استخباراتو د رئیس په توګه چې د کابینې غړیتوب لري، د امریکا د ۱۸ بیلابیلو استخباراتي ادارو مشري کوي.

په سنا کې د کلېټن د تائید کېدو وروسته، سپینې ماڼې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مبارکۍ پیغام خپور کړی او هغه یې ددې دندې لپاره وړ کس بللی دی.

د سنا په غونډه کې د ارکنساس استازي ټام کاټن وویل چې د څارنوال په توګه، ښاغلي کلېټن د ملي امنیت په وړاندې د ګواښونو سره د مبارزې لپاره له استخباراتي ادارو او د ترهګرۍ ضد پرسونل سره اوږه په اوږه کار کړی دی.

سناتور کاټن وویل: «خوشحاله یم چې زما همکارانو ښاغلی کلېټن د ملي استخباراتو د رئیس په توګه تائید کړ او د امریکایانو د خوندي ساتلو لپاره زه له هغه سره ګډ کار کولو ته سترګې په لار یم.»

جې کلېټن چې یو حقوقپوه دی، د نیویارک د جنوبي حوزې د فدرالي څارنوال ترڅنګ د امریکا د اوراقو او تبادلې د کمیسیون د رئیس په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره میاشت کلېټن وروسته له هغه ونوماوه چې تولسي ګبارډ د ملي استخباراتو له ریاست څخه استعفا وکړه.