د امریکا کانګرس د لوی څارنوال د تایید دپاره استعماعیه غونډه پیل کړه

د امریکا سرپرست لوی څارنوال، ټاډ بلنچ

د امریکا سرپرست لوی څارنوال ټاډ بلنچ نن د سنا د قضایي چارو کمېټې استعماعیه غونډې ته د نوې دندې د تاییدۍ لپاره حاضر شو. نوموړی د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د امریکا د راتلونکي لوی څارنوال په توګه نومول شوی دی.

دا استعماعیه غونډه چې ټاکل شوې د جولای په ۱۵مه او ۱۶مه ترسره شي، د هغه دپاره د تایید د بهیر یو مهم پړاو ګڼل کېږي، ځکه د سنا غړي د بلنچ وړتیاوې او د عدلیې وزارت د مشرتابه لپاره د هغه لیدلوری ارزوي.

که نوموړی تایید شي، تمه ده چې د قانون د پلي کولو او د عامه امنیت په برخه کې د ادارې پالیسۍ او هڅې به پرمخ یوسي.

د سنا د قضایي چارو د کمېټې په استعماعیه غونډه کې جمهوري غوښتونکي لږ اکثریت لري، له همدې امله د غړو حضور او ملاتړ د نوماندۍ د بریالیتوب لپاره ځانګړی اهمیت لري.

نن په کانګرس کې د ټرمپ ادارې له خوا نومول شوي نور مهم نوماندان هم د سنا د بېلابېلو کمېټو مخې ته حاضرېږي. اریکا شوارټز، چې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز (CDC) د مشرې په توګه نومول شوې، دوي به د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه ووایي ترڅو د خپلو دندو لپاره د کانګرس تاییدي ترلاسه کړي.

د سنا مشرتابه هڅه کوي چې د کانګرس دپاره د اګست له رخصتیو مخکې د بلنچ د تایید لپاره کافي رایې ترلاسه کړي.

په سنا کې د وروستۍ رایې په شمول د چارواکو د تاییدۍ بهیر معمولا د یوې نه نیولې تر څلورو اونیو پورې وخت نیسي.