د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وایي یو سرتیری چې د پوځ لخوا د انضباطي کړنو سره مخ و، ګمان کیږي چې په شمالي کوریا کې به بندي وي ځکه چې هغه په غیر قانوني توګه د جنوبي او شمالي کوریا د ګډې امنیتي سیمې څخه اوښتی دی.
د دفاع وزیر لیوډ آسټن سه شنبه جولای ۱۸ (چنګاښ۲۷) په خبري کنفرانس کې وویل چې دا سرتیری پخپله خوښه او د اجازې پرته د هغې نظامي کرښې څخه اوښتی چې شمالي کوریا د جنوبي کوریا څخه بیلوي.
ښاغلي آسټن وویل ګمان کوي چې دا سرتیری به د شمالي کوریا سره بندي وي.
هغه زیاته کړه، "مونږ وضعیت له نږدې څارو او پلټو یې او پدې کار کوو چې د سرتیري د کورنۍ غړیو ته خبر ورکړو. زه په مطلقه توګه لومړی د خپلو سرتیرو د ښیګڼې په هکله اندیښنه لرم او له همدې کبله به پرې تمرکز ولرو".
ویل کیږي چې دا امریکایي سرتیری څه باندې یوه نیمه میاشت کیده چې په توقیف خانه کې بندي و. یو امریکایي چارواکي امریکا غږ ته ویلي چې دا سرتیری هوایي ډګر ته لدې لپاره وړل شوی و چې متحده ایالاتو ته بیرته ستون شي خو زیاتوي چې هغه بیخي الوتکې ته پورته شوی ندی.
یو بل امریکایي چارواکي بیا امریکا غږ ته ویلي دا سرتیری پدې خاطر متحده ایالاتو ستنیده چې د پوځ څخه د بیلیدو لپاره اداري لازم اقدامات پر ځای کړي.
چارواکي وایي متحده ایالاتو ته د ستنیدو پر ځای دې سرتیري د نورو سیلانیانو سره یو ځای هغه کلي ته ولاړ چې د شمالي او جنوبي کوریا په سرحد کې پروت دی او له هماغه ځایه شمالي کوریا ته وتښتید.
پدې کلي کې پرتې د ملګرو ملتونو قوماندانۍ چې د ګڼ شمیر هیوادونو سرتیري پکې دي او او دواړو کوریاګانو تر منځ د جګړې بندیدل څاري ویلي چې د موضوع د حل کولو لپاره د شمالي کوریا د چارواکو سره په خبرو اخته دي.
پخپله شمالي کوریا تر اوسه پدې هکله څه ندي ویلي خو په جنوبي کوریا کې مطبوعاتو ویلی چې دا سرتیری په محلي وخت د سه شنبې په ماسپښین شاوخوا ۳ بجو په ناڅاپي توګه د هغې نظامي کرښې څخه تیر شو چې شمالي او جنوبي کوریا سره بیلوي.
پدې کرښې کې د شمالی او جنوبي کوریا سرتیري ۲۴ ساعته ولاړ وي خو ویل کیږي چې د امریکایي سرتیري د تیریدو پر وخت ډزې ندي شوي.
دا پیښه داسې مهال کیږي چې د جنوبي کوریا پوځ د شمالي کوریا لخوا د احتمالي پاریدونو لپاره د تیارسۍ په حال کې دی ځکه چې په همدې ورځ د کوریا ټاپو ته د متحده ایالاتو یو اوبتل ورسید چې په اتومي بالاستیک توغندیو سمبال دی.
د USS Kentucky په نامه دا اوبتل کولی شي د Trident II بالاستیک توغندي چې ۱۲ زره کیلومټره واټن وهلی شي، وار کړي ؛ دا د واشنګټن لخوا په لوړه کچه یو سمبولیک اقدام بلل کیږي او ښیي چې که شمالي کوریا د اتومي وسلو برید وکړي نو متحده ایالات به د جنوبي کوریا سره ولاړه وي.
سپینې ماڼۍ ويلي دا لومړی ځل دی چې د څو لسیزو راپدیخوا متحده ایالات په اتومي وسلو سمبال اوبتل دې سیمې ته استوي.