د امریکا ځواکونو د ارام سمندر له لارې د نشهيي توکو له قاچاق سره تړلې هغه بېړۍ ونیوله چې د قاچاقبرو دپآره یې تیل برابرول.
د امریکا پوځ وايي، د سونګ موادو دا برابرونکې بېړۍ یې نیولې او وروسته یې ډوبه کړې ده چې ویل کېږي په ختیځ ارام سمندر کې یې د ناقانونه نشهيي توکو د قاچاق له عملیاتو سره مرسته کوله.
د امریکا د جنوبي قوماندانۍ په وینا، د سپټمبر پر اوومه، دوشنبه، د لوېدیځې نیمکرې د ګډ کاري ځواک ځواکونو دغه بېړۍ د سمندري نشهيي توکو د قاچاق دپآره د عملیاتو په ترڅ کې ودروله.
د جنوبي قوماندانۍ په وینا، له بېړۍ څخه ایستل شوي کسان به د اکوادور چارواکو ته وسپارل شي. امریکايي ځواکونو تر هغې وروسته بېړۍ وپلټله، عمله یې ترې ښکته کړه او بیا یې بېړۍ ډوبه کړه.
دا عملیات په ختیځ ارام سمندر کې د نشهيي توکو د قاچاق د شبکو د ګډوډولو لپاره د امریکا د پراخو هڅو یوه برخه ده. قاچاقبران له بېړیو څخه د نشهيي توکو د لېږد لپاره کار اخلي او دغه توکي د مرکزي امریکا، مکسیکو او په پای کې د امریکا متحده ایالتونو ته انتقالوي.
د جنوبي قوماندانۍ په وینا، امریکا په دې هڅو کې له سیمهییزو شریکانو سره همکاري کوي چې د اکوادور د هیواد چارواکي هم پکې شامل دي. اکوادور د نړیوال کوکایین قاچاق په لارو کې د یوه مهم ترانزیټي مرکز په توګه ورځ تر بلې زیات اهمیت پیدا کوي.
خو د امریکا پوځ تر اوسه په عامه توګه د دې عملیاتو په اړه نور جزیات نه دي خپاره کړي، لکه د نشهيي توکو اندازه، د نیول شویو کسانو هویت او یا دا چې بېړۍ په دقیق ډول په کوم ځای کې ونیول شوه.
تر اوسه دغه عملیات په ختیځ ارام سمندر کې د نشهيي توکو د قاچاق لپاره د کارېدونکې سمندري لارو د نښه کولو په موخه د امریکا په مشرۍ د هڅو یوه بله بېلګه ګڼل کېږي.