د جګړې یا د تیلو په نړیوال بازار کې د لویو ګډوډیو پر مهال، متحده ایالتونه د تیلو خپلې ستراتیژیکې زیرمې څخه کار اخلي تر څو د تیلو لاسرسی خوندي او د اقتصادي ستونزو اغېز کم کړي.
د امریکا د تیلو ستراتیژیکه زیرمه څه ده؟
د ۱۹۷۰مو کلونو په لومړیو کې پر تیلو د بندیز له امله، متحدو ایالتونو پرېکړه وکړه چې د مالګي په څمڅو کې سلګونه میلیونه بېرله تیل ذخیره کړي. د مارچ تر ۶مې پورې، په دې زیرمو کې شاوخوا ۴۱۵ میلیون بېرله تیل خوندي شويدي.
تیل چیرته ساتل کېږي؟
د تیلو د زیرمې لپاره څلور ځایونه دي، چې دوه یې د ټېکساس او دوه نور یې د لویزیانا په جنوبي ایالتونو کې دي. دا ځایونه په هغه سیمه کې دي چې پکې د امریکا د تیلو تر ټولو ډیرې تصفیوي فابریکې، پایپ لاینونه او سمندري بندرونه شته دي، چې د تیلو لېږد اسانه کړي. د مالګې هغه څمڅمې چې تیل پکې ساتل کېږي د ځمکې له سطحې څخه ۶۰۰ تر ۱۲۰۰ مترو پورې لاندې ژور کیندل شوي چې پکې اوسنی اعظمي ظرفیت ۷۱۴ میلیون بېرلو ته رسیږي.
تیل څومره ژر کارېدلی شي؟
د امریکا د انرژۍ وزارت وایي چې لدې زیرمو څخه په ورځ کې اعظمي ۴.۴ میلیونه بېرله تیل ایستلی شي. د تیلو د ایستلو اجازه، د پلورلو پریکړه، د تړونونو تر سره کیدل، او بازار ته د تیلو د لیږد بهیر، دا ټول شاوخوا ۱۳ ورځې وخت نیسي.
تیل څنګه ترلاسه کېږي؟
د امریکا حکومت دا زیرمه د تیلو د مستقیمو پېرودونو او همدارنګه د تیلو د ترلاسه کولو له لارې د هغو شرکتونو څخه د امتیازي تادیاتو په توګه برابره کړې ده، چې د فدرالي حکومت اړوند د سمندري تیلو ساحې په کرایه نیسي.
کله دا زیرمې کارول شوې دي؟
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د شخړې پر مهال د هرمز تنګي له لارې د تیلو د صادراتو د ګډوډۍ په غبرګون کې د ۱۷۲ میلیون بېرلو تیلو د ایستلو اجازه ورکړه.
په ۲۰۲۲ کال کې د هغه وخت ولسمشر جو بایډن د روسیې له خوا پر اوکراین د یرغل وروسته د ۱۸۰ میلیون بېرلو تیلو د ایستلو اجازه ورکړه.
په ۲۰۱۱ کال کې د هغه وخت ولسمشر بارک اوباما د لیبیا د کورنۍ جګړې له امله د تیلو په بازارونو کې د ګډوډۍ نه وروسته د ۳۰ میلیون بېرلو تیلو د ایستلو امر صادر کړ.
په ۲۰۰۵ کال کې کله چې د کترینا په نوم سمندري طوفان د امریکا د تیلو تاسیسات سخت زیانمن کړل، امریکا له دې زیرمې څخه شاوخوا ۲۱ میلیون بېرله تیل را وایستل.
همدارنګه په ۱۹۹۰ او ۱۹۹۱ کلونو کې د هغه وخت ولسمشر جورج اېچ ډبلیو بوش د عراق له خوا پر کویټ د یرغل وروسته د شاوخوا ۲۱ میلیون بېرلو تیلو د ایستلو اجازه هم ورکړې وه.