د متحد ایالاتو سترې محکمې جمعه ډسمبر ۹ (لیندۍ ۱۸) ومنله چې د جمهور رئیس جو بایډن د حکومت هغه غوښتنه اوري چې له مخې یې غیر قانوني کډوالۍ ته د خلکو هڅول جنایي جرم بلل کیږي.
دا امریکا ته د غیر قانوني کډوالو د مخنیوي لپاره د ښاغلي بایډن د حکومت تازه هڅه ده.
د کلفورنیا ایالت د سانفرانسیسکو په ښار کې د استیناف ۹مې محکمې د روان میلادي کال د فبروري په میاشت کې دا قانون باطل کړی و او په حکم کې یې ویلي و چې دا قانون د هغو حقونو څخه سرغړاونه ده چې د متحده ایالاتو د اساسي قانون په پنځم تعدیل کې یې ضمانت ورکړل شوی.
د محکمې د همدې حکم له کبله د کلیفورنیا ایالت یو اوسیدونکی هیلامن هانسن چې د همدې قانون له کبله محاکمه شوی و، د جرم یوه برخه یې باطله شوه.
د متحده ایالاتو فدرالي حکومت په هانسن تور لګولی و چې د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ کالونو په منځ کې یې بې اسناده کډوال پدې ژمنې تیر ایستلي و چې د بالغو کسانو د فرزندۍ د یو پروګرام له مخې هغوي کولی شي د متحده ایالاتو تابعیت تر لاسه کړي.
ښاغلي هانسن د کلفورنیا ایالت د سکرمنټو په ښار کې د )امریکایان د امریکا د سوداګرۍ خونې سره همکاري( کوي په نامه اداره درلوده او همدا پروګرام یې پر مخ بوه.
حکومت ویلي و چې هانسن لږ تر لږه ۴۷۱ کسان دیته هڅولي و چې د دې پروګرام سره یو ځای شي او د ځینو کسانو څخه یې آن ۱۰ زره امریکایي ډالر پداسې حال کې اخیستي و چې پوهیده د فرزندۍ دا پروګرام په امریکا کې خلکو ته تابعیت نشي ورکولی.
هانسن په ۲۰۱۷ کال کې مجرم وبلل شو او دا تور و پرې چې د متحده ایالاتو د هغه فدرالي قانون څخه یې سړغړاونه کړې وه چې هغه کسان چې د امریکا تابعیت نلري، په غیر قانوني توګه متحده ایالاتو ته د راتګ، ژوند کولو یا داخلیدو لپاره هڅوي.
په هغه د جعل کارۍ ځیني نور تورونه هم و او شل کاله د بند سزا پرې راختلې وه.
د جو بایډن حکومت داسې مهال د سترې محکمې څخه غواړي چې پدې غوښتنې غور وکړي چې حکومت ګڼ شمیر پلانونه لري چې له مخې به یې د مکسیکو – امریکا تر منځ په سرحد کې د کډوالۍ او پنا غوښتنې چارې سختې شي.
چارواکو ویلي چې دا پلانونه هغو پالیسیو ته ورته دي چې د متحده ایالاتو مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پدې سرحد کې تطبیق کړې وې.
د امریکا د کورني امنیت وزارت دوو چارواکو او یو بل تن چې د موضوع په هکله معلومات لري ویلي وایي یو پلان دا دی چې هغو ناواده شویو بالغو کسانو ته چې لومړی یې په نورو هیوادونو کې پنا نه وي غوښتي، په متحده ایالاتو کې یې د پنا غوښتنې عریضه هم په چټکۍ سره رد شي.
دغو سرچینو ویلي چې تر اوسه یې د پیشنهاد شویو قوانینو نسخه نده لیدلې او له همدې کبله نشي کولی چې نور جزیات ورکړي
د جمهور رئیس جو بایډن اداره چې د ۲۰۲۱ کال د جنوري په میاشت کې یې واک ته تر لاسه کړی، په سیاسي او عملیاتي توګه د هغو میلونونو کډوالو سره په چلند کې د ستونزو سره مخ دی، چې په غیر قانوني توګه د مکسیکو څخه متحده ایالاتو راوړي.
د متحده ایالاتو سرحدي چارواکي وایي چې یوازې په ۲۰۲۲ مالي کال کې یې ۲.۲ ملیون کډوال په سرحد کې نیولي دي چې غوښتل یې په غیر قانوني توګه امریکا ته راشي.