متحده ایالتونه او سویس هغو راپورونو ته غبرګون ښيي چې وايي، په شمالي کوریا کې د لوېدیځو هېوادونو لوکس توکي پلورل کېږي.
د دغو راپورونو له خپرېدو وروسته پوښتنې راپورته شوې چې ښايي د ملګرو ملتونو له بندیزونو سرغړونه شوې وي.
امریکا غږ وموندله چې متحده ایالتونه او سویس په شمالي کوریا کې د لوکسو لوېدیځو توکو د پلور د راپورونو په اړه څېړنه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ ته ویلي د ملګرو ملتونو بندیزونه شمالي کوریا ته د لوکسو توکو پلور او انتقال منع کوي.
دغه بندیزونه د دې لپاره لګول شوي چې د شمالي کوریا پر حکومت فشار زیات او لوکسو توکو ته یې لاسرسی محدود کړي.
په راپورونو کې د اومیګا ساعتونو او د شانېل د سینګار او فیشن توکو نومونه اخیستل شوي دي.
شمالي کوریا له کلونو راهیسې تورنه ده چې د نړیوالو بندیزونو د مخنیوي لپاره بېلابېلې لارې کاروي.
سویس هم د دغو راپورونو په اړه معلومات راټولوي. د سویس د اقتصادي چارو ادارې، چې سیکو نومېږي، امریکا غږ ته ویلي چې مخکې هم ورته راپورونه رسېدلي وو چې په شمالي کوریا کې په پلورنځیو کې جعلي اومیګا ساعتونه پلورل کېږي.
دغه مسله دا پوښتنه راپورته کوي چې که دا اصلي محصولات وي، نو څنګه شمالي کوریا ته رسېدلي دي؟
د ملګرو ملتونو د بندیزونو له مخې، هېوادونه نه شي کولای شمالي کوریا ته لوکس توکي په مستقیم یا غیرمستقیم ډول انتقال کړي.
کارپوهان وايي، ځینې وختونه توکي د پېچلو سوداګریزو لارو او د درېیمو هېوادونو له لارې هغو هېوادونو ته رسېږي چې پرې بندیزونه لګېدلي وي.
امریکا غږ پدې تړاو د لا زیاتو معلوماتو لپاره له فرانسوي او اروپايي ټولنې له چارواکو سره هم اړیکه نیولې ده.
امریکا غږ د ملګرو ملتونو د شمالي کوریا د بندیزونو له کمېټې او همدارنګه له هغو شرکتونو څخه هم د وضاحت غوښتنه کړې چې محصولات یې د شمالي کوریا په بازارونو کې لیدل شوي دي خو تر اوسه د هغوی ځوابونه نه دي ترلاسه شوي.