د سوریې لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ټام بارک د سهشنبې په ورځ په شمال لوېدیځې سوریې کې پر یوې هوايي اډې د بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې "د اسرائیل تایید شوي هوایي بریدونه" بلل شوي دي.
د سوریې دولتي رسنیو راپور ورکړی د ادلېب ولایت پر ابوظهور سیمې اته بریدونه شوي دي.
ټام بارک چې د ترکیې لپاره د امریکا د سفیر په توګه هم دنده ترسره کوي، د ایکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې دا بریدونه "یو غیر ضروري کړکېچ رامنځته کوي چې سیمه ییز ثبات ته وده نه ورکوي."
بارک وویل چې د سوریې حکومت «په وار وار د اسرائیلو سره د کړکېچ د کمولو لپاره خپله لېوالتیا ښودلې ده.»
هغه وویل: «متحده ایالتونه لا هم باور لري چې زغم او خبرې اترې د لا رغنده لارې لپاره غوره انتخاب دی. موږ له ټولو خواوو غواړو چې د نورو پوځي پېښو پر ځای منطقي خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړي.»
اسرائیلو سمدستي په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت دغه بریدونه وغندل او په یوه اعلامیه کې یې وویل چې دا بریدونه «بېدلیله تېری، د سوریې د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه، او خطرناک کړکېچ» ګڼل کیږي چې په سیمه کې امنیت او ثبات ګواښي.
سوریې له نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا څخه وغوښتل چې «د سوریې د حاکمیت پر وړاندې د اسرائیلو د پرلهپسې سرغړونو په اړه کلک دریځ ونیسي.»
اسرائیلي ځواکونو د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې له واکه د سوریې د پخواني مشر بشار الاسد د لرې کېدو راهیسې په سوریه کې سلګونه هوايي بریدونه کړي دي.
اسرائیلو پوځي ځایونه په نښه کړي او هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پولې ته نږدې هغه څه رامنځته کړي چې دوی یې «حایل سیمه» بولي. اسرائیل وايي دا سیمه د اسراییل د امنیت د تضمین لپاره اړینه ده.