سپینې ماڼۍ امریکاغږ ته ویلي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت په افغانستان کې د طالبانو له بند څخه د امریکایي وګړي ډنیس کویل په ګډون، د ټولو امریکایي بندیانو خوشې کولو ته ژمن دی.
۶۴کلن ډنیس کویل چې د کلوراډو ایالت اصلي اوسېدونکی او یو اکاډمیک څېړونکی دی، نږدې دوه لسیزې یې په افغانستان کې په قانوني بڼه په ټولنیزو پروژو کې کار کړی.
طالبانو د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۷، کویل په کابل کې د هغه له استوګنځي څخه ونیولو او د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په تېر جون میاشت کې وویل چې هغه په ناحقه توقیف شوی دی.
د سپینې ماڼۍ یو چارواکي د ډنیس کویل په اړه د امریکاغږ یوې پوښتنې ته په لیکلي بڼه ویلي: "ولسمشر او د هغه حکومت په دوامداره او نه ستړې کیدونکې توګه کار کړی چې ډنیس کویل کور ته راستون کړي."
سپینې ماڼۍ زیاته کړې چې"د ټرمپ حکومت به تر هغې پورې له خپلو هڅو لاس وانخلي، چې د کابل د رژیم له خوا په ناحقه بندي شوي ټول امریکایي وګړي" بېرته راوړي.
د ډنیس کویل کورنۍ په ښکاره د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کړې، او د کویل په خوشې کېدو کې یې د ټرمپ پر وړتیا ډاډ څرګند کړی دی.
د سپینې ماڼۍ چارواکي ویلي چې ولسمشر ټرمپ په تېر یو کال کې له ۹۰ څخه ډېر امریکایان خوشې کړي دي چې د دې چارواکي په وینا، دا د بایډن حکومت د څلورو کلونو له لاسته راوړنو څخه ډېر دي.
د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په دوهم دور کې تراوسه پورې پنځه امریکایي وګړي په افغانستان کې د طالبانو له بند څخه خوشې شوي دي.
لا دقیق معلومات نه شته چې څومره امریکايي اتباع په افغانستان کې له طالبانو سره بندیان دي، خو د امریکايي رسنیو د راپور په اساس، یو بل امریکایی محمود حبیبي هم له طالبانو سره دی، چې لا یې برخلیک څرګند نه دی.