د امریکا په کلفورنیا کې یوه پلان شوې ترهګریزه دسیسه شنډه شوه

د امریکا د متحدو ایالتونو لویې څارنوالې، پام بانډې، ویلي دي چې د دې هېواد امنیتي ځواکونو د یوه "ترهګریز " برید پلان شنډ کړی دی. د میرمن بانډې په وینا دا برید د نوي کال په شپه د کلفورنیا ایالت په لاس انجلس ښار کې پلان شوی و.

د دې پلان شوي برید په تړاو څلور کسان نیول شوي دي.

پام بانډې د اېکس په ټولنیزې شبکې کې ویلي: "له جدي پلټنې وروسته، د عدلیې وزارت د اف بي ای په همکارۍ د کلیفورنیا په مرکزي حوزې (اورنج کونټي او لاس انجلس) کې د یو لوی او وحشتناکه ترهګریزې دسیسې مخه نیولې ده."

بانډې زیاته کړې: "د ټرټل ایلنډ ازادۍ جبهه – یو کین اړخې، د فلسطین پلوي، د حکومت ضد او د کپټلیست ضد ډلې – چمتوالی نیولو چې د نوي کال په شپه د کلیفورنیا په څو ځایونو کې بمي چاودنې وکړي."

د پام بانډې په وینا، دې ډلې پلان درلود چې د متحدو ایالتونو د کدوالۍ او د ګمرکونو د چارې ادارې مامورین او وسایط هم په نښه کړي.

د فدرالي تحقیقاتو د ادارې یا اف بي ای مشر، کاش پټیل، د دې خنثی شوي برید په اړه جزئیات ورکړي او ویلي یې دي چې دا "یو تثبیت شوی، قریب الوقوع ګواښ" و.

پټیل د اېکس په ټولنیزې شبکې کې ویلي چې د دې پلان شوي برید "عاملین ځانونه د ټرټل ایلنډ د افراطي ازادۍ جبهې غړي معرفي کړي، یوه فلسطین پلوه سخت دریځه ډله، د قانون د حاکمیت او د حکومت د مفکورې ضد ډله."

د اف بي ای د مشر په وینا، دغو کسانو پلان درلود چې په بریدونو کې له جوړ شوي چاودېدونکو توکو څخه کار واخلي.

کاش پټیل ویلي: "دوی پلان درلود چې د نوي کال په شپه د چاودېدونکو توکو څخه په استفادې هماهنګ شوي بریدونه وکړي، او په ټول لاس انجلس کې پنځه ځایونه په نښه کړي."

د کلیفورنیا چارواکو د دې پلان شوي برید په تړاو د نیول شویو څلورو کسانو په وړاندې تورنه اعلان کړي.

د کلیفورنیا د مرکزي حوزې د څارنوالۍ مشر، بل ایسایلي د دوشنبې په ورځ (د ډسمبر۱۵) په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "دا کسان د جمعې په ورځ د ډسمبر په ۱۲ هغه مهال ونیول شول چې دې ډلې هڅه کوله چاودېدونکي توکي جوړ او په دښته کې چاودنه ورکړي."

ایسایلي وویل چې نیول شوي کسان چې د لاس انجلس اوسېدونکي دي، هر یو یې په دسیسه او د غیر ثبت شوي ویجاړونکي وسیلې په درلودلو تورن شوي دي.

بل ایسایلي زیاته کړه چې "دا تورونه د تورنو کسانو او د هغوی د شریکانو له هغې مفصلې او همغږې دسیسې څخه سرچینه اخلي چې غوښتل یې د نوي کال په شپه ګڼ شمېر امریکایي شرکتونه والوځوي" او وویل چې چارواکي پلان لري په راتلونکو اونیو کې، وروسته له هغې چې د شواهدو ارزونه پای ته ورسيږي، نور تورونه هم پرې ولګوي.

ایسلي څلور نیول شوي کسانو نومونه، اډری کارول، زکري ارون پېج، ډانټي ګارفیلډ، او ټینا لای، وښودل. د بل ایسایلي په وینا، تورن کسان ټول د " حکومت ضد-سخت دریځه" ټرټل آیلینډ ازادۍ جبهې غړي دي.

ایسایلي وويل: "د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې، کارول د راتلونکي نوي کال په شپه د جنوبي کلیفورنیا په بېلابېلو ځایونو کې د پنځو يا ډېرو ځايونو پر سر د چاودېدونکو توکو په کارولو سره د برید لپاره يوه مفصله د بم جوړولو دسیسه جوړه کړې وه."

د کلیفورنیا د مرکزي حوزې د څارنوالۍ مشر زیاته کړه: "کارول او د هغې شریک، زکري پېج، د بمونو د ترلاسه کولو او جوړولو او د نورو د ګمارلو هڅې رهبري کولې چې د دوی په دسیسه کې شامل شي."

دواړو - کارول او پیج - د پلان شوي بریدونو په اړه بحث کړی و، چې په کې د لوله یي بمونو په واسطه د مهاجرت او د ګمرکونو د ادارې پر مامورینو او موټرو چاودنې هم شاملې وې.

څلور شکمن کسان به د دوشنبې په ورځ په لاس انجلس کې یوې محکمې ته وړاندې شي.

د چارواکو په وینا، د پلټونکو او د امنیتي مامورینو کار "بې له شکه بې شمیره ژوندونه ژغورلي دي."