امریکا د "مهمو" همکارانو سره د افغانستان په هکله غونډه کوي

د امریکا متحده ایالات د دوشنبې په ورځ اګست ۳۰ (وږي۸) د مهمو همکارانو سره د افغانستان په هکله د آنلاین غونډې کوربه توب کوي.

د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې په غونډې کې د کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریتانیې، ترکیې، قطر، اروپایي اتحادیې او ناټو سره په افغانستان کې د راتلونکو ورځو او اونیو په هکله په "برابر دریځ" خبرې کیږي.

د متحده ایالاتو په ګډون یاد هیوادونه د افغانستان د تخلیې په بهیر کې ګډون لري.

په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن به په افغانستان کې د امریکا د راتلونکې په هکله وینا وکړي.

دا اعلامیه پداسې حال کې خپریږي چې د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن د پریکړې له مخې باید ټول امریکایي عسکر د همدې میاشتې په ۳۱ مې چې د سه شنبې ورځ کیږي، ووځي.

یو شمیر هیوادونو د افغانستان نه د ایستلو بهیر پای ته رسولی .

سره لدې چې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن پخوا ویلي و چې هیله لري د همدې میاشتې تر پایه د تخلیې بهیر بشپړ شي خو برتانیې او یو شمیر نورو اروپایي هیوادونو شک ښودلی و چې ښایي دا بهیر تر ټاکلې نېټې بشپړ نشي او د امریکا نه یې غوښتي و چې د کابل د هوایي ډګر د خوندیتوب لپاره دې خپل عسکر په افغانستان کې پریږدي.