امریکا د هغو هېوادونو شمېر زیاتوي چې په وګړیو یې د سفر محدودیتونه لګولي

د امریکا د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزیره، کریسټي نوم

د امریکا د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزیره، کریسټي نوم، وایي چې په پام کې ده د هغو هېوادونو شمېر زیات کړي چې په وګړو یې متحدو ایالتونو ته د سفر متحدودیتونه لګېدلي دي.

د نوم په وینا، د دې ډلې هېوادونو شمېر کیدایشي څه باندې ډېرشو ته لوړ شي.

نوم د پنجشنبې په ورځ (د ډسمبر څلورمه) فاکس نیوز ته وویل: "دقیق شمېر نشم ورکولی، خو دا له ۳۰ څخه زیات دی، او ولسمشر د هیوادونو ارزونې ته دوام ورکوي."

نوم وویل: " که هغوی هلته باثباته حکومت نه لري، که هغوی داسې یو هیواد نلري چې د خپل ځان ساتنه وکړي او موږ ته ووایي چې دا کسان څوک دي او زموږ سره د هغوی په پلټنه کې مرسته وکړي، نو ولې باید موږ له هغه هیواد څخه خلکو ته اجازه ورکړو چې دلته متحدوایالتونو ته راشي؟"

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال د جون میاشتې په څلورمه، یوه اعلامیه صادره کړه چې له مخې یې د هغو ۱۹ هیوادونو پر وګړو د سفر بشپړ یا قسمي محدودیتونه ولګول شول چې کمزوري مرکزي واک لري او نشي کولای چې په سمه توګه د خپلو وګړو سوابق وڅېړي.

له دغو ۱۹ هېوادونو له ډلې څخه د ۱۲ هېوادونو په وګړو متحدو ایالتونو د ننوتلو بشپړ بندیز لګېدلی چې په کې افغانستان، برما، چاد، د کانګو جمهوریت، استوایي ګینه، اریتریا، هایتي، ایران، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن شامل دي.

د اعلامیې په اساس، د اوو نورو هېوادونو پر وګړو چې په کې بورونډي، کیوباا، لاوس، سیرا لیون، ټوګو، ترکمنستان او ونزویلا شامل دي، قسمي محدودیتونه لګول شوي دي.

په اعلامیې کې راغلې چې "دا محدودیتونه د کډوالو او غیر کډوالو ترمنځ توپیر کوي، خو پر دواړو پلي کیږي."

روانه اونۍ د متحدو ایالتونو حکومت اعلان وکړ چې د یوې جامع بیاکتنې تر بشپړېدو پورې، د هغو ۱۹ هېوادونو د مهاجرینو چې "لوړ خطر لرونکو هېوادونو" په توګه پېژندل شوي، د پناه، دایمي استوګنې ګرین کارتونو او تابعیت اړوند، ټول غوښتنلیکونو کار یې ځنډولی.

حکومت دا پرېکړه د ډسمبر په دوهمه په یو يادښت کې اعلان کړه او دلیل یې د ملي امنیت یا عامه خوندیتوب په اړه اندېښنې ښودل شوې وې. په دې کې د هغو ۱۹ هېوادونو د وګړو د منظور شویو غوښتنلیکونو د هر اړخیزې بیاکتنې امر شوی، چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۲۰ یا له هغې وروسته متحدو ایالتونو ته داخل شوي دي، یعنې هغه ورځ چې پخواني ولسمشر جو بایډن واک ته ورسېد.

په یادښت کې د تېرې اونۍ هغه ترهګریز برید ته اشاره شوې، چې د رحمان الله لکنوال په نوم یوه افغان وګړي په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارد دوه سرتېري په ډزو وویشتل، چې په پایله کې د ملي ګارد یوه سرتېرې ووژل شوه او بل سرتېری سخت ټپي شو.

فدرالي چارواکو وویل چې شکمن کس د ولسمشر بایډن د بیا مېشتېدنې د پروګرام له لارې متحدو ایالتونو ته داخل شوی و.