د یو زورور توفان له کبله د امریکا په ختیځو سواحلو کې د سختو ورښتونو او د سیلابونو د راوتلو وړاندوینه شوې ده.
هوا پېژونکي خبرداری ورکوي چې د "آیزایس موسمي توفان" له کبله به د امریکا په ځېنو ایالتونو کې سخت ورښتونه وشي.
د توفانونو د ملي مرکز چاراکو ویلي چې توفان نن له جورجیا ایالت څخه تېرېږي او شمالي او جنوبي کارولینا ایالتونو ته رسېږي.
د دوشنبې په سهار د توفان سرعت په ساعت کې ۱۱۰ کېلومتر و. ګمان کېږي چې دغه سرعت د ورځې په تېرېدو لاپسې زیات شي.
هوا پېژندونکو ویلي د شمالي او جنوبي کارولینا په شمول په ورڅېرمه ایالتونو کې به د ۱۵ سانتي مترو په مقدار باران وورېږي.
د توفان له رسېدو نه مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په شمالي کارولینا کې بېړنی حالت اعلان کړی څو فدرال ادارې دغه ایالت ته په چټکۍ مرستې ورسوي.
ولسمشر ټرمپ د شنبې په ورځ په فلورېډا ایالت کې هم د توپان له امله بېړنی حالت اعلان کړی و.