ټرمپ فنتانیل د ډله ایزې وژنې د وسلې په توګه معرفي کړل

د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ ( د ډسمبر۱۵) د یو اجرايي فرمان په لاسلیک کولو سره د فنتانیل غیرقانوني ماده او اصلي کیمیاوي ماده، چې د فنتانیل په تولید کې کارول کېږي، د ډله ایزې وژنې د وسلې په توګه معرفي کړل.

ټرمپ د دې فرمان د لاسلیکولو په وخت کې وویل: "زه نن د فنتانیل د وژونکي مصیبت څخه، چې زموږ هېواد ته روان دي، د امریکایانو د ژغورنې لپاره یو بل اقدام کوم او د دغه تاریخي اجرايي فرمان په لاسلیک کولو سره به فنتانیل د ډله ایزې وژنې د وسلې په توګه معرفي کړم، چې رښتیا هم همداسې ده. هېڅ بمب داسې کار نه شي کولای. تر کومې اندازې چې موږ پوهېږو، هر کال ۲۰۰زره او یا ۳۰۰زره خلک له دې کبله مري."

د ولسمشر ټرمپ په فرمان کې د عدلیې وزارت موظف شوی، چې د فنتانیل د قاچاقو په قضیو کې دې جزايي تعقیب او مجازات زیات کړي.

په فرمان کې همدغه راز د بهرنیو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د هغو کسانو او بنسټونو په ضد، چې د دغو موادو په تولید او خرڅلاو کې دخېل دي، اقدامات وکړي.

د ولسمشر ټرمپ فرمان همدغه راز د متحدو ایالتونو د جګړې او عدلیې وزیرانو ته دنده سپارلې چې وارزوي ایا د جګړې وزارت د ډله ایزو ویجاړونکو وسلو اړندو بېړنیو حالتونو کې د عدلیې وزارت ته د ملي امنیت نورې سرچېنې هم برابرې کړې که نه.

سپینه ماڼۍ وايي ولسمشر ټرمپ هوډ کړی چې د فنتانیل د بهرنیو شبکو او ډلو په ضد ټول امکانات وکاروي. سپينه ماڼۍ وايي چې غیرقانوني فنتانیل د ۱۸ او ۴۵ کلونو ترمنځ امریکایانو د مړینې اصلي عامل دي.

د سپینې ماڼۍ په وینا، د نشه یي توکو ډلې او بهرني ترهګر سازمانونه د فنتانیل څخه ترلاسه کېدونکې ګټې د ترور، تروریزم او بلوا لپاره کاروي او په خپلو قاچاقي لارو او نورو عملیاتونو کې وسله والې شخړې کوي.

سپینې ماڼۍ همدغه راز خبرداری ورکړي چې امکان لري فنتانیل د منظمو دښمنو سازمانونو له لوري د ترهګریزو بریدونو لپاره هم وکارول شي.

ولسمشر ټرمپ د نشه يي توکو د قاچاقو په انتقالوونکو کښتیو باندې د بریدونو لارښوونه کړې ده.