د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ [اپرېل ۱۲مه] اعلان کړی چې هېواد به یې په "لنډ وخت" کې د هرمز تنګي محاصره کول پیل کړي څو لدې ستراتیژیکې لارې د کښتیو د تګ راتګ مخه ونیسي.
ټرمپ زیاته کړې چې "ایران ته به اجازه ورنکړل شي چې د باج اخېستنې لدې غیرقانوني اقدام نه ګټه پورته کړي."
ولسمشر ټرمپ له هغې وروسته دغه پرېکړه کړې چې په پاکستان کې د امریکايي او ایراني پلاویو ترمنځ مذاکرات له کومې هوکړې پرته سرته ورسېدل. د ولسمشر مرستیال او د امریکايي پلاوي مشر جي ډي ونس ویلي اټومي وسلو ته د لاسرسي لپاره د ایران هڅو د هوکړې مخه ونیوله.
ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ [اپرېل ۱۲مه] د تروت سوشل په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې د "متحدو ایالتونو سمندري ځواکونه چې په نړۍ کې تر ټولو غوره دي، فوراً به د هر ډول او ټولو کښتیو د محاصرې بهیر پیل کړي چې هڅه کوي د هرمز تنګي ته داخل شي یا ووځي."
ټرمپ د ایرانیانو لخوا د هرمز په تنګي کې د حق العبور اخېستل "باج اخېستنه" بللې او ټینګار یې کړي چې د متحدو ایالتونو نه "هېڅکله باج اخېستنه نشي کېدای."
د متحدو ایالتونو ولسمشر دارنګه ویلي چې خپلو سمندري ځواکونو ته یې لارښونه کړی چې په "نړیوالو اوبو کې دې هره کښتۍ ومومي او نهي کړي" کومو چې لدې لارې د تېرېدو لپاره ایران ته حق العبور ورکړی دی.
ټرمپ زیاته کړې: "هېچاته چې غیرقانوني حق العبور ورکوي په ازادو اوبو کې د تګ راتګ اجازه ورنکړل شي."
ترمپ د یکشنبې په ورځ د فاکس نیوز سره د یوې مرکې په ترڅ کې ویلي چې متحده ایالتونه به ایران ته اجازه ورنکړي چې د تېلو د پلورولو نه پېسې وګټي.
ولسمشر ټرمپ ویلي چې د متحدو ایالتونو سمندري ځواکونه به د هغو ماینونو شنډول پیل کړي چې ایران د هرمز په تنګي کې یې ځاي په ځاي کړي او برېټانیا او ځینې نور هېوادونه به پدې هڅو کې د ماین پاکۍ وسایلو په لېږلو برخه سره واخلي.
ولسمشر ټرمپ په خپل پیغام کې لیکلي: "هر ایرانی چې پر موږ او یا ملکي کښتیو ډزې وکړي دوزخ ته به واستول شي. تر نورو به په ښه توګه دغه وضعیت ختم کړي کوم چې د هغوي هېواد لادمخه وران کړی دی."
ده ویلي چې د متحدو ایالتونو پوځ به بشپړه "تیارسۍ" کې دی او "د ایران نه لږ څه پاتې شیان به هم ختم کړي."
د اسلام اباد مذاکراتو ته په اشارې ولسمشر ټرمپ ویلي: "متحده ایالتونه هلته په مهم شي موافقې ته ونه رسېدل. هغوي [ایران] غواړي چې اټومي وسلې ولري. هغوي به اټومي وسلې ونه لري."
ټرمپ لیکلي: "هغوي داسې راغلل لکه چې کارتونه ولري خو هغوي کارتونه نه لري. د هغوي پوځ، ټول پوځ له منځه تللی دی. ټول ځای له منځه تللی دی."
د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس د یکشنبې په سهار (اپریل ۱۲ ) په اسلام آباد کې وویل چې امریکايي پلاوي ایراني لوري ته د امریکا 'وروستی او غوره' وړاندیز سپارلی دی. ده ویلي چې امریکايي مرکچیان د ایران لخوا چې نه غواړي اټومي وسلې ولري "اساسي ژمنتیا" نده ترلاسه کړې.
له بلې خوا، د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف چې د ایرانی پلاوي مشري کوله د یکشنبې په ورځ د اېکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې امریکايي مرکچیان د "مذاکراتو پدې پړاو کې د ایراني پلاوي د اعتماد په ګټلو کې پاتې راغلل."
قالیباف زیاته کړې چې "امریکا زموږ په منطق او اصولو پوهه شوه او اوس ددې وخت دی چې پرېکړه وکړي آیا کولای شی زموږ اعتماد ترلاسه کړي یا نه."
د دواړو لوریو ترمنځ ماتېدونکی اوربند د اپرېل په اوومه نېټه نافذ شو چې له مخې یې د ایران پر وړاندې د متحدو ایالتونو او اسرائیل ګډ پوځي عملیات ځنډېدلي دي.