ټرمپ: د ایران د هر برید ځواب په ۲۰ بریدونو ورکوو

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران د هر برید په مقابل کې "شل" بریدونه کوي.

ټرمپ د چهارشنبې په ماښام [جولای ۸مه] د ترکيې نه له روانېدو وروسته په اېرفورس ون الوتکې کې د خبریالانو سره خبرې وکړې او وې ویل چې امریکايي ځواکونو د سه شنبې په او چهارشنبې په ورځو په ایران کې یو لړ بریدونه کړي دي.

ولسمشر ټرمپ وویل، "په هغوي [ایران] مو تازه سخت ګوزار کړی. زه يي ۲۰-۱ بولم، هر ځل چې هغوي پر موږ یو ګوزار وکړي موږ به پرې ۲۰ ګوزاره وکړو."

ولسمشر ټرمپ وویل چې ایران په هرمز تنګي کې دوه نه بلکې درې کښتۍ ویشتې دي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر وویل چې واشنګټن له ګڼو لارو څحه په ګټې اخېستنې، کولی شي چې له ایران سره شخړه تمامه کړي او پدې برخه کې یې له وړاندې د تهران په مقابل کې "پوځي بریا"ترلاسه کړې.

ټرمپ وویل، "هغوي [ایران] لږه شېپه مخکې زنګ وواهه. هغوي شدیداً یوه هوکړه غواړي." ټرمپ زیاته کړه پدې نه پوهېږي چې ایا ایران به هوکړې ته درناوی وکړي یا نه.

تردې مخکې، ولسمشر ټرمپ ویلي وو چې د ایران سره اوربند "ختم" دی. د امریکا مشر په انقرې کې د ناټو د سرمنشي مارک روټه سره د لیدنې پر مهال وویل، "زما په اند، دا کار [اوربند] ختم دی. زه نور نه غواړم له هغوی [ایران] سره معامله وکړم. هغوی فضول خلک دي."

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې د ایران سره د خبرو دوام "د وخت ضایع کول" دي.

په همدې حال کې د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي چې د ولسمشر او د وسله وال پوځ د اعلي سرقوماندان د لارښوونې له مخې یې د چهارشنبې په ورځ پر ایران یو لړ بریدونه کړي دي.

د سنټکام په اعلامیې کې چې د واشنګټن په وخت ماښام مهال خپره شوه راغلي چې په ایران تازه بریدونه ځکه شوي څو د دې هېواد وړتیا لا "کمزورې" شي او ایرانی لوری ونشي کړی چې د هرمز په تنګي کې د کښتیو تګ راتګ ته خطر پېښ کړي.

د سه شنبې په ورځ بیا سنټکام ویلي وو چې امریکایي پوځیانو پر ایران د بریدونو یوه لړۍ پیل کړې چې هدف یې د ایران له لوري پر سوداګریزو کښتیو د وروستیو بریدونو ځواب و.

د امریکا او ایران تر منځ په تفاهم لیک کې چې د جون میاشتې په ۱۸ مې لاسلیک شوی ویل شوي چې کښتیو ته باید د هرمز له تنګي نه په خوندي توګه د تېریدو راتېریدو اجازه ورکړل شي.

د ایران سپاه پاسداران د چهارشنبې په سهار وویل چې د امریکا د بریدونو په ځواب کې یې په بحرین او کویټ کې د امریکا اړوند ۸۵ پوځي اډې په توغندیو او بریدګرو بې پیلوټو الوتکو ویشتلي دي. ایران په سوداګریزو کښتیو د برید مسؤلیت تراوسه نه دی منلی.