ټرمپ: که د ایران رژیم د هرمز تنګی وتړي نو شل برابره زیاته حمله به پرې وشي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واشنګټن ډي سي په وخت د دوشنبې په شپه [د مارچ نهمه] وویل "که د ایران رژیم د هرمز په تنګي کې داسې یو ګام پورته کړي چې په ترڅ کې یې د تېلو د لېږدولو بهير درېږي نو متحده ایالتونه تردې دمه چې څه سرته رسولي، تر هغو به شل برابره زیات ایران تر برید لاندې ونیسي."

ولسمشر د ټروټ سوشیل په ټولنیزې شبکې کې ولیکل: "سربېره پردې به موږ په راحتۍ سره هغه ځایونه په نښه کړو چې ورانول یې زیات اسانه دي او ددې لامل کېږي چې د هېواد په توګه د ایران بیارغول عملاً ناشوني شي."

ډونالډ ټرمپ وویل: “پر هغوي به مرګ، اور او غضب نازل شي ــــ خو زه هیله مند یم او دعا کوم چې داسې یو څه پېښ نه شي!"

ولسمشر ټرمپ لیکلي: "دغه اقدام د متحده ایالتونو لخوا چین او نورو هغو هېوادونو ته یوه ډالۍ ده چې د هرمز د تنګي نه ګټه اخلي. هیله مند یم چې دغه ګام د ستاینې وړ وګرځي. دې موضوع ته ستاسو د پاملرنې څخه منندوی یم. ډونالډ جې. ټرمپ."

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ [د مارچ اتمه] د ټروټ سوشیل په ټولنیزې شبکې کې ولیکل چې د تېلو په بیو کې لوړوالی "د پرداخت لپاره خورا لږ لګښت دی."

د ولسمشر په لیکنې کې راغلي: "د تېلو په بیو کې لنډمهالی زیاتوالی به په چټکۍ راکم شي کله چې د ایران د اټومي ګواښ له منځه وړل پای ته ورسېږي. دا د متحدو ایالتونو او نړۍ د امنیت او سولې لپاره یو کمکی لګښت دی. یوازې احمقان به بل ډول فکر وکړي."

د امریکا مرکزي قوماندانۍ په ایران د متحدو ایالتونو او اسرائیل د ګډو پوځي عملیاتو په لومړیو لسو ورځو کې په پنځه زرو ځایونو د بریدونو خبر ورکړی دی.

د حماسي غضب عملیات د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر پیل شول. په لومړیو ساعتونو کې د ایران رهبر علي خامنه يي او یو شمېر نور چارواکي او ستر پوځي قوماندانان ووژل شول.

د امریکا ولسمشر او د هغه د جګړې وزیر پیټ هېګسټ دواړو ویلي چې دغه عملیات به تر هغو چې لازمه وي، دوام مومي خو بیا هم ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په شپه د جمهوري غوښتونکو په یوې غونډې کې د ایران د رژیم په وړاندې پوځي عملیات "یو لنډمهال ماموریت" بللی دی.