سپینه ماڼۍ د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ وروستی بهرنی سفر بریالی بولي، خو په کورني سیاست کې هغه رپوټونه ردوي چې د جمهور رئیس ټرمپ د زوم او ستر سلاکار جرید کوشنر په اړه خپاره شويدي.
ځنی راپورونه د سپینی ماڼی د جمعي ارطباتاتو په مامورینو کې د ناڅاپی بدلون په اړه هم خپاره شوي دي.
رپوټونه وايي جرید کوشنر د ولسمشر زوم او سلاکار هڅه کوله چې له روسیی سره د مخفي خبرو لپاره مخکې له دېنه چې ډانلډ ټرمپ جمهوررئیس شي یوه لاره پرانیزي. د سپینې ماڼۍ ویاند وايی دا رپوټونه داعتبار وړ ندي.
د سپینی ماڼۍ ویاند شان سپایسر یوه خبریال ته وویل: ستا په پوښتنه کې ډیر داسی فرضی شیان شته دي چی شواهد ېې نه تاییدوي او د نامعلومو منابعو له خوانه افشا شوي دي.
د ولسمشر د زوم جرید کوشنر په اړه رپوټونه هغه وخت خپاره شول چې ولسمشر داروپا په سفر کې دناټو مشرانو ته وویل چی په دفاعي لگښت کې خپله ونډه زیاته کړي.
ډیر اروپايی هېوادونه په دې تبصره باندې اندېښمن دي. په دې جمله کې د جرمني صدراعظمی انگیلا مرکېل په دې اونۍ کې د یوې تبصری په ترڅ کې د ولسمشر ټرمپ نوم وانخیست خو اشاره ېې څرگنده وه.
انگیلا مرکیل د جرمني صدراعظمې د تقریبا دوو زرو کسانو په یوه غونډه کې وویل: هغه وخت چې موږ په بشپړه توگه پر نورو حساب کولی شو، تریوې ا ندازې پورې پایته رسیدلی دی. ماته داخبره په تیرو څو ورځوکې معلومه شوه، همدا لامل دی چی زه یوازې داخبره کولی شم چې پکارده موږ اروپایان خپل برخلیک خپله وټاکو.
دهغی په دې وینا له هماغه وخت راهیسی دامریکا په رسنیو کې تودې تبصری روانی دي چی گنې جرمني پرامریکا نور د یو متحد په توگه باور نلری. خو سپینه ماڼۍ داخبره د بري په توگه تعبیروي.
د سپینی ماڼۍ ویاند شان سپایسر د سه شنبی په ورځ خبریالانو ته وویل: دا ډېره ښه خبره ده؛ ولسمشر دهمدې لپاره غږ کړی و چې نوردې هم په دې کې خپله ونډه زیاته کړي.
شان سپایسر هغه رپوټونه هم وغندل چې د سپینی ماڼۍ په ستر تشکیلاتي بدلون کې به دده او د جمعي مفاهمی نورو مامورینو د نقش په اړه وي؛ بل احتمال دادی چې د خبریالانو په مخکی به دمعلوماتو وړاندی کول کم وي او ولسمشر به په پخپله خلکو ته خپل پیغام رسوي. شان سپایسر وايي په خپله ولسمشر تر ټولو ښه پیغام رسوونکی دی؛ هغه هروخت داخبره ثابته کړې ده.
د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر له رسنیو سره جنجالي اړیکی لري او دا د سه شنبی په ورځ هغه وخت ښه ترا څرگنده شوه چی هغه خبریالان په هغو رپوټونو ملامت وبلل چې د ولسمشر ټرمپ په اړه ېې خپاره کړي دي.
د سپینی ماڼۍ ویاند وویل: هغه دلیل چې ولسمشر ېې ناامیده کړی دی، دهغو مسایلو په اړه د درواغو رپوټونو تداوم او اوږدول دي چې پېښ شوي ندي خو بیا بیا تکراریږي او زه فکر کوم چی دا د اندېښنی وړ ده.
هغه د سپینی ماڼی درسنیو له خونی نه له شل دقیقونه وروسته ووت.
دا ددې احتمالنښه څرگندوي چې د سپینې ماڼۍ د جمعي مفاهمې مامورین له ډیر فشار سره مخامخ دي.