د امریکا د متحدو ایالتونو د فلوریدا په ایالت کې د پام بیچ نړیوال هوايي ډګر په رسمي توګه د ولسمشر ډونالډ جې. ټرمپ نړیوال هوايي ډګر په نوم ونومول شو.
دا د فلوریډا په ایالت کې، چې ولسمشر ټرمپ یې خپل د اوسېدو ایالت ګڼي، د هغه په ویاړ یو مهم اقدام بلل کېږي.
ولسمشر ټرمپ په ټروت سوشل (Truth Social) کې په یوه پوسټ کې د دې پرېکړې هرکلی کړی دی.
هغه د پام بیچ له اوسېدونکو څخه د هغوی د رایې او باور له امله مننه وکړه او ویلې دي:"نن په پام بیچ، فلوریډا کې یوه ستره ورځ ده، ځکه چې زما لپاره دا لوی ویاړ و چې د پام بیچ نړیوال هوايي ډګر د یوې پراخې او په زړه پورې رایې په پایله کې د 'ولسمشر ډونالډ جې. ټرمپ نړیوال هوايي ډګر' په نوم ونومول شو. دا سیمه ډېره ښه او پرمخ تلونکې ده، موقعیت یې ډېر غوره دی، او بیارغونه به یې بېسارې وي. په پام بیچ کې له ټولو خلکو څخه د هغوی د رایې او باور له امله مننه کوم. ډېر ژر به دا د نړۍ له تر ټولو غوره او تر ټولو ښکلیو هوايي ډګرونو څخه یو وي!"
د پام بیچ نړیوال هوايي ډګر د نوم بدلولو پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د درناوي لپاره وړاندیز د اړوندو ایالتي او سیمهییزو چارواکو له خوا تصویب شو.
د دې هوايي ډګر د نوم بدلول پدې سیمه او ایالت کې د ولسمشر ټرمپ سره د دوامدار ملاتړ څرګندونه کوي، هغه سیمه چې د هغه د مارالاګو استوګنځای هم پکې موقعیت لري.
ولسمشر ټرمپ په تېرو کلونو کې هلته د پام وړ وخت تېر کړی دی. پام بیچ له اوږدې مودې راهیسې د ولسمشر ټرمپ په شخصي او سیاسي ژوند کې ځانګړی ځای لري.
مارالاګو نه یوازې د هغه شخصي استوګنځای دی، بلکې د سیاسي غونډو او عامه مراسمو لپاره هم کارول شوی دی.
دغه هوايي ډګر، چې له مارالاګو څخه په لنډ واټن کې موقعیت لري، ولسمشر ټرمپ په وار وار د رسمي او شخصي سفرونو لپاره کارولی دی.