د سپینې ماڼۍ د خبريالانو په مېلمستیا کې شکمن وسله وال بریدګر د کالیفورنیا اوسېدونکی ۳۱ کلن ټوماس الن معرفی شوی دی.
پدې مېلمستیا کې چې د شنبې په شپه [اپرېل ۲۵مه] په واشنګټن ډي سي کې رابلل شوې وه، د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم پکې ګډون درلود.
د واشنګټن ډي سي څارنوالې جینین پېررو وویل چې پر شکمن کس دوه تورونه لګول شوي چې په کې د تاوتریخوالي د جرم پرمهال د وسلې کارول او په خطرناکې وسلې د فدرال حکومت پر مامور برید شامل دي. پېررو وویل چې پر بریدګر به نور ډېر تورونه هم ولګول شي. پیررو زیاته کړه، تورن به د دوشنبې په ورځ [اپرېل ۲۷مه[ محکمې ته حاضر کړای شي.
د کالیفورنیا اوسېدونکی ۳۱ کلن ټوماس الن
ولسمشر ټرمپ او لومړۍ مېرمن مېلانیا ټرمپ د واشنګټن هېلټن له هوټل څخه تر ډزونو وروسته، ووېستل شول.
وروسته له هغه چې ولسمشر په بېړه د پېښې له ځایه څخه انتقال شو، په سپینې ماڼۍ کې یې یوه خبري غونډه راوبلله. ولسمشر ټرمپ وویل "په څو وسلو سمبال" یو سړي پر یوه امنیتي پوستې ډزې وکړې او وروسته، په هوټل کې د امنیتي مامورینو لخوا ونیول شو.
ټرمپ وویل چې یو پولیس په ډزو ټپي شوی او تمه ده چې روغ به شي.
ولسمشر وویل: "یو افسر [امنیتي مامور] په ډزو ولګېد، خو لدې چې د مرمۍ ضد ښه واسکټ یې اغوستې و، وژغورل شو. له لنډ واټن څخه په یوې پیاوړې وسلې پرې ډزې وشوې او د [د مرمۍ ضد] واسکټ کار ورکړ."
ولسمشر ټرمپ زیاته کړه: "ما همدا اوس له امنیتي مامور سره خبرې وکړې او هغه ډېر ښه دی؛ هغه په ډېر ښه حالت کې دی. موږ ورته وویل چې موږ له هغه سره مینه لرو، او درناوی یې کوو، او هغه یو ډېر ویاړلی سړی دی".
ټرمپ وویل چې د قانون پلي کوونکې ادارې "داسې ښکاري چې فکر کوي هغه [بریدګر] په یوازې سر دا کار کړی، او زه هم همدا احساس لرم."
کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا دا ډزې په ایران کې د امریکا له پوځي عملیاتو سره تړاو لري، ټرمپ وویل، "زه داسې فکر نه کوم، خو څوک څه پوهیږي."
د ټرمپ د ترور کولو هڅه د ۲۰۲۴ کال په جولای کې د پنسلوانیا په بټلر کې او د هماغه کال په سپټمبر کې د فلوریډا په پام بیچ کې هم شوې وه.
کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا هغه د برید هدف و، ټرمپ ځواب ورکړ، "ګومان کوم."
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر د تالار څخه د وتو پر مهال
د کابینې نور غړي، د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس، د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د غونډې له تالار څخه اېستل شوي وو.
د امریکا غږ د خبریال د سترګو لیدلی حال
د امریکا غږ خبریال مایکل لیپین چې د خبریالانو په مېلمستیا کې و، د پېښې په اړه د خپلو سترګو لیدلی حال بیان کړی.
ده وویل: "کله چې موږ په خوړولو بوخت نو ما د څو زورورو ډزو غږ واورېد زما څنګ ته کسان په چټکۍ سره پر ځمکه وغورځېدل. دا ډېر ژر وشول او یو څه اندېښمنوونکې وه، ځکه نه پوهېدم چې څه روان دي."
لیپین زیاته کړه: "ما ولیدل چې امنیتي ماموران په لاس کې وسلې لرلې او دننه په تالار کې یې منډې وهلې. هغوی ځینې خلک د تالار دروازو ته هم ورسول."
د ملېمستیا له لغوه کېدو وروسته، ولسمشر ټرمپ سملاسي سپينې مانۍ ته راستون شو او خبریالانو ته یې وویل چې بله مېلمستیا به په ۳۰ ورځو کې راوبلل شي.
دا لومړی ځل و چې ډونالد ټرمپ د ولسمشر په صفت، د سپینې ماڼۍ د خبريالانو په مېلمستیا کې ګډون کاوه.
د سپینې ماڼۍ د خبريالانو ټولنه د خبریالانو هغه بنسټ دی چې د سپینې ماڼۍ او د متحده ایالتونو د ولسمشر د فعالیتونو په اړه راپورونه خپروي.