متحده ایالتونه نن د خپلې خپلواکۍ ۲۵۰مه کلیزه لمانځي. له دې سره هممهاله، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه څه په اړه خبرداری ورکړی چې دی یې د امریکايي هویت پر ضد "لوی برید" بولي.
ټرمپ د جمعې په ورځ ناوخته د ازادې ورځې د مراسمو په درشل کې د رشمور غره د ملي یادګار په سیمه کې، د امریکا د څلورو تاریخي او پخوانیو ولسمشرانو د سترو مجسمو تر سیوري لاندې وینا وکړه.
ولسمشر ټرمپ، په داسې حال کې چې د امریکا د ځانګړتیا او استثنايي مقام ستاینه یې وکړه او د هېواد د پخوانیو مشرانو درناوی یې وکړ، په خپله وینا کې یې ټینګار وکړ چې امریکايي هویت "یو ځل بیا تر برید لاندې" دی. هغه وویل: "زموږ په هېواد کې د کمونیزم ګواښ یو ځل بیا راڅرګند شوی دی."
ولسمشر، د روان کال د نومبر په میاشت کې د کانګرس د منځمهالو ټاکنو له رانږدې کېدو سره سم، کیڼ اړخي جریان "کمونستان" وبلل او ویې ویل چې هغوی د هېواد لپاره لوی ګواښ ګڼل کېږي.
ټرمپ زیاته کړه چې په وروستیو کلونو کې هڅې شوې دي څو "له موږ څخه امریکايي روحیه واخیستل شي او له خپل تاریخ څخه پردي کړل شو." هغه وویل: "اړینه نه ده چې دلته زېږېدلي اوسئ، خو باید له هغه څه سره مینه ولرئ چې موږ جوړ کړي دي."
د ولسمشر ټرمپ ځینو پلویانو ان داسې طرحه هم وړاندې کړې چې له مخې یې د ټرمپ مجسمه د جورج واشنګټن، توماس جیفرسن، ابراهام لینکن او تیوډور روزوېلټ د مجسمو ترڅنګ د راشمور پر غره وکيندل شي.
ولسمشر ټرمپ په خپله وینا کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ایران به هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي، او د ده په وینا دا موضوع "پای ته رسېدلې" ده. هغه وویل، دا پایله د امریکا د وسلهوالو ځواکونو د ځواک او مهارت له امله ترلاسه شوې ده.
ټرمپ ادعا وکړه: "ایران نن نه سمندري ځواک لري، نه هوايي ځواک، نه د هوايي دفاع وړتیا، نه د توغندیو د ویشتلو توان، نه د تولید ظرفیت او نه هم اغېزمن مشرتابه."
د امریکا د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې مراسم، چې د واشنګټن ډي سي ترڅنګ په ګڼو ایالتونو کې هم ترسره کېږي، سږ کال بېساري بلل شوي دي. د واشنګټن ملي پارک د دغو مراسمو د تر ټولو سترو جشنونو کوربه دی، چې د امریکا د هوايي ځواکونو الوتنې، پوځي او ولسي پریډونه، تاریخي او فرهنګي پروګرامونه او د اورلوبو پراخې نندارې یې مهمې برخې جوړوي.
خو د سختې ګرمۍ خبرداری، چې شاوخوا ۱۶۰ میلیونه امریکایان تر اغېز لاندې راولي، د هېواد په یو شمېر ښارونو او ایالتونو کې د ځینو پریډونو، پروګرامونو او غونډو د ګډوډېدو سبب شوی دی.
دې سختې ګرمۍ د امریکا ولسمشر نه دی درولی، او ټرمپ هڅه کړې چې دا ستر جشن تر ممکنه بریده په بشپړ شان او جلال ترسره شي.
ولسمشر ټرمپ څو ورځې وړاندې ویلي وو: "د تودوخې درجه به شاوخوا ۱۰۷ فارنهایټ (۴۱ سانتيګراد) وي، او زه اراده لرم یوه رښتیا هم اوږده وینا وکړم، یوازې د دې لپاره چې وښیم هر کار کولای شم."
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له امریکایانو وغوښتل چې د هغو آزادیو دفاع وکړي چې د هېواد بنسټ اېښودونکو یې ارمان درلود، او خبرداری یې ورکړی چې د ده په وینا، د پر مختللو ډیموکراټانو له لوري د "کمونیزم" ګواښ مخ په زیاتېدو دی.
ټرمپ د جمعې په ورځ، د خپلواکۍ ورځې د لمانځنې له مراسمو مخکې، د راشمور غره په یادګاري ځای کې د اورلوبو د نندارې پر مهال خپلو پلویانو ته وویل چې متحده ایالتونه باید د خپلو بنسټیزو ارزښتونو ساتنه وکړي، ځکه چې هېواد اوس خپله ۲۵۰مې کلیزه لمانځي.