د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ، د جولای په اوومه، د انقرې پر وخت له غرمې وروسته ترکیې ته ورسېد، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یې هرکلی وکړ.
ټاکل شوې ده چې ولسمشر ټرمپ د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) د مشرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون او وینا وکړي. تمه کېږي چې ولسمشر ټرمپ به یو ځل بیا د ناټو له غړو وغواړي چې خپلې دفاعي بودیجې د خپل ناخالص ملي عاید پنځه سلنې ته لوړې کړي.
ولسمشر ټرمپ په وار وار د دې له امله ناخوښي څرګنده کړې چې د ناټو نورو غړو هېوادونو د ایران پر ضد جګړه کې له امریکا سره همکاري نه ده کړې، او دا موضوع یې د دې تړون د مشرانو پر وړاندې مطرح کړې ده.
د ولسمشر ټرمپ ترڅنګ، د ناټو د ۳۲ غړو هېوادونو نور مشران، د ځینو غیر غړو هېوادونو استازي او نړیوال چارواکي هم په دې غونډه کې ګډون کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره "ډېرې ښې او ځانګړې اړیکې" لري او دواړه مشران به د سوداګرۍ، پوځي همکاریو او ایران په اړه خبرې وکړي.
ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته وویل، "موږ د ملګرتوب ښه احساس لرو او ځانګړې اړیکه مو لا درلوده". هغه زیاته کړه چې د ترکیې له ولسمشر سره د اوږدې مودې راهیسې متقابل درناوی لري او دا اړیکه د دواړو هېوادونو د همکاریو لپاره ګټوره تمامه شوې ده.
هغه د انقرې د نوي هوايي ډګر ستاینه هم وکړه او ویې ویل، "دا یو ډېر ښکلی هوايي ډګر دی، او دا چې یوه ودانۍ زما په نوم نومول شوې، دا ډېره ښه خبره وه". ټرمپ همدارنګه وویل چې هوایي ډګر ته غځېدلې نوې لارې هم ډېرې ښکلې او معیاري جوړې شوې دي.
د F-35 جنګي الوتکو د پلور په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ټرمپ وویل چې دا موضوع به پرېکړه شي او زیاته یې کړه: "زموږ اړیکې ډېرې ښې دي."
په ورته وخت کې ولسمشر اردوغان وویل چې ولسمشر ټرمپ د F-35 الوتکو په اړه ژمنه کړې ده. اردوغان وویل هیله لري هغه ژمنه چې مخکې ترلاسه شوې وه، عملي بڼه خپله کړي، او زیاته یې کړه چې ټرمپ تل پر خپلو ژمنو ولاړ پاتې شوی دی.
ولسمشر ټرمپ د ایران په اړه وویل چې متحده ایالاتو د پوځي عملیاتو پر مهال د نورو هېوادونو مرستې ته اړتیا نه لرله، خو زیاته یې کړه چې غوښتل یې وازمويي چې متحدین به د اړتیا پر مهال د امریکا تر څنګ درېږي که نه. هغه ادعا وکړه چې ایټالیا، جرمني او فرانسه د امریکا غوښتنې ونه منلې او ویې ویل: "موږ تل د هغوی ترڅنګ ولاړ وو، خو هغوی زموږ لپاره حاضر نه وو."
د ترکیې پر ضد د امریکا د بندیزونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ټرمپ وویل چې واشنګټن د دغو بندیزونو د لرې کولو پر موضوع کار کوي. هغه وویل: "موږ بندیزونه لیرې کوو. وخت یې رارسېدلی دی." ټرمپ زیاته کړه چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ، د جګړې وزیر او نور چارواکي په دې برخه کې له ترکیې سره نږدې همکاري کوي.
د ترکیې لپاره د الوتکو د انجنونو د پلور او ساتنې په اړه ټرمپ وویل، کله چې یو هېواد له امریکا الوتکې اخلي، متحده ایالات مسؤلیت لري چې د هغو انجنونو د ساتنې، ترمیم او اړتیا په صورت کې د پرمختللو بڼو په برابرولو کې هم همکاري وکړي.
ټرمپ د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي سره د خپلې راتلونکې لیدنې په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې هیله لري د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو په اړه پرمختګ وشي. هغه وویل له روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او زېلېنسکي دواړو سره یې ښې خبرې کړې دي او باور لري چې دواړه اوس د جګړې د پای ته رسېدو لېوالتیا لري.
د ایټالیا د صدراعظمې جورجیا میلوني په اړه ټرمپ وویل چې هغه "ښه شخصیت" لري، خو ادعا یې وکړه چې د ایران په اړه د ایټالیا دریځ د دواړو مشرانو اړیکې اغېزمنې کړې دي.
ټرمپ د ګرینلېنډ په اړه هم خپل پخوانی دریځ تکرار کړ او ویې ویل چې دغه ستراتیژیکه سیمه باید د امریکا تر کنټرول لاندې وي، نه د ډنمارک. هغه ادعا وکړه چې ډنمارک د ګرینلېنډ د امنیت لپاره کافي لګښت نه کوي، او خبرداری یې ورکړ چې د چین او روسیې زیاتېدونکی حضور په سیمه کې د امریکا لپاره د اندېښنې وړ دی.
هغه همدارنګه وویل چې که اروپایي هېوادونه د کډوالۍ او انرژۍ په برخو کې خپلې تګلارې اصلاح نه کړي، نو د اروپا راتلونکی به له جدي ستونزو سره مخ شي.
ولسمشر ټرمپ انقرې ته په خپل سفر کې د لومړي ځل لپاره د "ایرفورس ون" په نوې الوتکه کې سفر کړی، هغه الوتکه چې قطر متحده ایالاتو ته د ډالۍ په توګه ورکړې ده.
د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) په ۱۹۴۹ کال کې د ګډې دفاع لپاره جوړ شو او دا مهال ۳۲ غړي هېوادونه لري. د دې سازمان د منشور د پنځمې مادې له مخې، پر یوه غړي هېواد برید پر ټولو غړو د برید په توګه ګڼل کېږي.
ولسمشر ټرمپ د خپل لومړي او دویم ولسمشرۍ دورې پر مهال په وار وار ټینګار کړی چې اروپایي متحدین باید د خپلې دفاع لپاره ډېر مالي لګښت ورکړي او پر امریکا د امنیتي ملاتړ بار کم کړي. هغه په ځانګړي ډول غوښتنه کړې چې د ناټو غړي هېوادونه خپلې دفاعي بودیجې د ناخالص ملي عاید پنځه سلنې ته ورسوي، په داسې حال کې چې د ناټو پخوانۍ موخه د غړو لپاره لږ تر لږه دوه فیصده دفاعي لګښت و.
سږنۍ غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د اروپا امنیت، د روسیې او اوکراین جګړه، د منځني ختیځ کړکېچ او د ناټو د غړو هېوادونو د دفاعي وړتیاوو پیاوړتیا د دې سازمان د بحثونو مهمې موضوعګانې بلل کېږي.
د ناټو مشرانو د دفاعي بودجې د زیاتولو په اړه د ولسمشر ټرمپ د غوښتنې په ځواب کې، نن د لسګونو میلیاردونو ډالرو په ارزښت دفاعي تړونونه اعلان کړل.