د ناټو سرمشریزه؛ ولسمشر ټرمپ به پر ترکیې د ایف-۳۵ الوتکو د پلور په اړه پرېکړه وکړي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تمه ښودلې چې د ایف-۳۵ جنګي الوتکو د پېرودلو په اړه به د انقرې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړل شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ [جولای اوومه] د ترکیې انقرې ښار ته ورسېد.

انقرې ته له رسېدو سره سم، ولسمشر ټرمپ د خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې وکتل.

ټرمپ وویل چې هغه به ترکیې ته د ایف-۳۵ الوتکو د احتمالي پلور په اړه پرېکړه وکړي.

ولسمشر ټرمپ د دې معاملې په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، "دا یوه پرېکړه ده چې موږ به یې وکړو."

په مقابل کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تمه وښودله چې د ایف-۳۵ جنګي الوتکو د پېرودلو په اړه به د انقرې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړل شي. اردوغان زیاته کړه چې ټرمپ له دې وړاندې ترکیې ته د پنځو الوتکو د ورکولو ژمنه کړې وه او "هغه [ټرمپ تل خپلې ژمنې پوره کوي."

ترکيه د ایف-۳۵ جټ الوتکو پېرودونکې او جوړوونکې وه خو په ۲۰۲۰ کال کې د روسيې د اېس-۴۰۰ دفاعي سيستمونو د پېرودلو له امله له دې پروګرامه وایستل شوه.

د ناټو سرمشریزه

ټاکل شوې چې د ناټو په روانې غونډې کې د اوکراین په ملاتړ هم خبرې وشي.

اردوغان د ولسمشر ټرمپ سره د لیدنې په لړ کې وویل چې هغه به د اوکراین د جګړې په اړه هم خبرې وکړي.

ولسمشر ټرمپ وايي فکر کوي چې ژر به د اوکراین د جګړې په اړه یو جوړجاړی وشي.

ټرمپ د اردوغان په حضور کې خبریالانو ته وویل چې ده د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره خبرې کړې او "زما په اند موږ به دا حل کړو، هیله ده چې ژر وشي."

د ۲۰۲۶ کال د ناټو سرمشریزه چې د سه‌شنبې او چهارشنبې په ورځو د ترکیې په انقره کې کېږي، په دې به تمرکز وکړي چې د امریکا د ولسمشر تر غوښتنو وروسته، د ناټو مشران څنګه د خپلو دفاعي لګښتونو د زیاتولو لپاره خپلې ژمنې پوره کوي.

تېره اونۍ ولسمشر ټرمپ د ټروټ سوشیل په ټولنیزې پاڼې کې لیکلي وو چې امریکا د ناټو د ژغورنې لپاره، د نورو هېوادونو په پرتله ډېرې پېسې لګوي.

د ناټو مشرانو تېر کال هوکړه وکړه چې د ناټو هر غړی به تر ۲۰۳۵ کال پورې د خپل ناخالص کورني تولید لږ تر لږه ۵٪ په دفاعي برخه ولګوي، چې دا له ۲۰۲۵ کال راهیسې ۲۰٪ زیاتوالی ښيي.