د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي، ستیف ویتکاف، له روسي، اوکرایني و اروپایي چارواکو سره خپلې وروستۍ خبرې اترې "ګټورې او رغنده" بللي دي. ویتکاف د روانې اونۍ په پیل کې له دغو چاروکو سره د فلوریډا ایالت په میامي ښار کې جلا جلا لیدلي دي.
دا خبرې د واشنګټن د هغو هڅو ادامه ده چې غواړي په اوکراین کې د روسیې جګړه پای ته ورسوي.
سټیف ویتکاف د یکشنبې په ورځ (د ډسمبر۲۱) د اېکس په ټولنیزې شبکې کې ولیکل چې د روسیې له هېئت سره دا دوه ورځنۍ خبرې اترې د اوکراین لپاره د ولسمشر ټرمپ د سولې په پلان متمرکزې وې. په دې خبرو کې د روسیې د پلاوي مشري، د هغه هېواد ځانګړي استازي، کېرل دیمیریف کوله.
له ویتکاف سره په دې خبرو کې د ډونالډ ټرمپ زوم، جرېډ کوشنر، هم برخه درلوده. سټیف ویتکاف ویلي چې "روسیه په اوکراین کې د سولې د ترلاسه کولو لپاره په بشپړه توګه ژمنه ده. روسیه د اوکراین د شخړې د حل او د نړیوال امنیت د بیا ټینګښت لپاره د متحدو ایالتونو هڅو او ملاتړ ته خورا ارزښت ورکوي."
د ویټکاف په وینا، امریکایي پلاوي په میامي کې درې ورځې له اوکرایني او اروپایي چارواکو سره هم ولیدل چې "د اوکراین، متحدو ایالتونو او اروپا ترمنخ پر یوې ګډې ستراتیژیکې تګلارې هوکړه وکړي".
په دې خبرو کې د اوکراین د پلاوي مشري، رستم عمروف، کوله. د ویتکاف او عمروف په وینا، د امریکایي او اوکرایني پلاوي ترمنخ خبرو کې، دواړو خواوو د سولې د ۲۰مادو د پلان په لا پراختیا "د څو اړخیزه امنیتي ضمانت په چوکاټ کې د دریځونو سمون، د اوکراین لپاره د متحدو ایالتونو د امنیتي ضمانت په چوکاټ د دریځونو سمون، او سوکالۍ او اقتصادي پلان د لا پرمختګ" په اړه خبرې وکړې.
ویتکاف او عمروف د اېکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې "زموږ ګډ لمړیتوب د وژنو درول، د تضمین شوي امنیت ډاډ ترلاسه کول، او د اوکراین د رغونې، ثبات او اوږدمهاله سوکالۍ لپاره د شرایطو رامنځ ته کول" دي.