امریکایي قوماندان په وینزویلا کې د پوځي عملیاتو جزییات شریک کړل

د امریکا د متحدو ایالتونو د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ډان کین

د امریکا د متحدو ایالتونو وسله والو ځواکونو د وینزوېلا د مشر نیکولاس مادورو د نیولو د عملیاتو په اړه تازه جزییات وړاندې کړل او دا ماموریت یې د "مطلق هوډ عملیات" په نوم یاد کړل چې "لنډ او دقیق" و او "د جنورۍ د دویمې نېټې د شپې په تیارو ساعتونو کې ترسره شو."

د امریکا د متحدو ایالتونو د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ډان کین د جنورۍ پر درېیمه د شنبې په ورځ په فلوریډا کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د دغه ماموریت دپاره لازمي و چې د امریکا استخبارات له څو میاشتو دپاره پر پلان جوړونې کار وکړي ترڅو "مادورو پیدا کړي او پوه شي چې څنګه یې ځای بدل کړی، چیرته اوسيږي، کومو ځایونو ته تللی، څه خوري، څه اغوندي او حتی په کور کې څه ډول اهلي حیوانات لري."

کین وویل: "د دغه ځانګړي ماموریت دپاره لازمي و چې زموږ د ګډ ځواک هره برخه، چې پکې سرتیري، سمندري ځواکونه، هوایي ځواک، ځانګړي سمندري ځواکونه او ساتونکي شامل وو، د استخباراتي ادارو او د قانون د پلي کونکو ځواکونو سره په همغږۍ کار وکړي."

دغه لوړ پوړي امریکایي پوځي چارواکي وویل چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فرمان په تعقیب، د نیمې لویدیځې کرې د ۲۰ مختلفو اډو څخه د ۱۵۰ څخه زیاتې الوتکې پورته شوې.

هغه وویل، په هماغه وخت کې چې امریکایي ځواکونه د کاراکاس په لور د هوا له لارې نږدې شول، امریکایي ځواکونو د وینزویلا د هوايي دفاع د سیسټمونو په شنډولو پیل وکړ او "له خطر پرته د هلیکوپټرو د تیریدو دپاره یې بیلابیل اسانیتاوې وکارول.

کین وویل کله چې دوی د شنبې په سهار وختي د هدف ساحې ته ورسیدل، هلیکوپټرو باندې ډزې وشوې، خو موږ په "غښتلي ځواک" سره ځواب ورکړ. هغه وویل چې یوه امریکایي الوتکه په ډزو وویشتل شوه، خو لا هم د الوتنې وړ پاتې شوه او په خوندي ډول اډې ته ورستنه شوه.

دغه امریکایي پوځي چارواکي زیاته کړه: "پوځیان د مادورو استوګنځای ته ورښکته شول او په چټکۍ، دقت او نظم سره یې د خپل هدف په لور حرکت وکړ."

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال ډان کین وویل چې د وینزوېلا مشر او د هغه میرمن ته د هغوي د جرم اعلان وشو. او د هغې له مخې دواړه تسلیم شول او د عدلیې وزارت د امریکا د بې ساري قوت په مرسته پرته له کومې مرګ ژوبلې په لوړ مسلکیتوب او دقت ونیول شول."